ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ.
رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو مرستیال او نجیب الله ځدران د شل اوریزو لوبو مرستیال اعلان شو.
دلته خبره د اصغر افغان ده، هغه د افغانستان لپاره کابو ۱۸ کاله کرکټ وکړ او په دې وروستیو کې چې له ۲۰۱۸ څخه دی لوبډلمشر و، لوبډلې یې په لوبډلمشرۍ کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې.
د لوبډلمشرۍ پرسر کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، کله چې په ۲۰۱۹ کې ګلبدین نایب د نړیوال پنځوس اوریز جام څخه وړاندې لوبډلمشر اعلان شو.
دا مهال د لوبډلې ځېنو مشر لوبغاړو په ظاهري ډول له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ، چې اصغر افغان، راشدخان او محمدنبي یې ښې بېلګې وې.
ځېنې لوبغاړو که ظاهراَ څه ونه ویل خو اوړو کې یې شګه وه او ځېنې بیا بې طرفه پاتې شول.
خو په هرحال د لوبډلمشرۍ پر سر جنجال د افغانستان لوبډله له سترو ماتو سره مخ کړه او بالاخره یې لوبډله باندې د ریکارډونو د جوړېدو لړۍ پرانیسته.

یو ځل همغه سیناریو تکرارېږي

اوس یو ځل بیا اصغر افغان د نړیوال جام په درشل کې له لوبډلمشرۍ لېرې شوی او د پاکستان پر وړاندې لوبو کې هم تر اوسه نه دی اخیستل شوی.
دلته د اصغر افغان لپاره یوه موقع شته او که د کرکټ بورډ اراده وي، چې اصغر یو ځل بیا لوبډلمشر کړي؛ نو له دې موقع ښه ګټه اخیستل کېدای شي.
هغه دا چې د پاکستان پر وړاندې موږ نږدې ۳۵ ورځې وروسته په سریلانکا کې درې یو ورځنۍ لوبې لرو، چې د ۹۰ سلنه کرکټ مینوالو دا باور دی، چې دا لوبې پاکستان ګټلی شي.

1111.jpeg
ځکه د کرکټ بورډ لخوا کومه لوبډله چې اعلان شوې، افغان کرکټ مینوال پرې زیات ملاحظات لري.
ځېنې پکې د شهزاد محمدي کمی محسوسوي، ځېنې د دولت ځدران، ځېنې د عثمان غني او ځېنې بیا د ځاځي.
د اصغر کمی یې بل اړخ دی، چې پر افغان لوري به ډېر فشار وي.
خو په هرحال لوبه ده او کېدای شي د توقع خلاف کار وشي او افغان لوبډله یوه یا دوه لوبو کې بریاوې خپلې کړي.
که د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ کې لوبې پاکستان وګټي؛ نو حشمت الله شهیدي د هېوادوالو له بشپړو انتقادونو سره مخ کېږي.
د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه هم همداسې نشي پاتېدای، پر هغوی به خلک خورا توندې نیوکې وکړي.
نو دې وخت کې به خلک یو ځل بیا د اصغر افغان غوښتونکي شي؛ خو د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه که د خلکو نیوکې په ځان د فشار په توګه ومني.
دې وخت کې د اصغر افغان لوبډلمشرۍ ته لاره خلاصېږي.
که د پاکستان پر وړاندې لوبې هم اصغر ته لاره خلاصه نه کړي؛ نو بیا د نړیوال جام پرمهال لوبې یې بله ستره موقع ده.
که افغان لوبډله په لومړي پړاو په پاکستان او هندوستان لوبې وبایلي؛ نو یو ځل بیا خبره رهبرۍ ته ور اوړي او یو ځل بیا لوبډلمشر او غوراوي کمېټه له نیوکو سره مخ کېدای شي.
نو دا مهال به د فشار له امله اصغر یو ځل بیا لوبډلمشرۍ ته غوره ټاکنه شي.
نو که دا دوه موقع کرکټ بورډ بابیزه وبولي، بیا هم د اصغر لپاره د راتګ چانس له ستونزو سره مخ کېږي.
که چېري په دې دور کې اصغر ځان ته ځای پېدا نه کړ، نو بیا ورته له استعفا بله لار نه ده پاتې.