اُلمپیک؛ ورور او خور د سرو زرو مډالونو په ګټلو سره تاریخ جوړ کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د جاپان په توکیو ښار کې د روانو ۲۰۲۰م کال اُلمپيکي سیالیو په لړ کې د کوربه جاپان هیواد دوو لوبغاړو، چي ورور او خور دي، د سرو زرو مډالونه یې وګټل او د اُلمپیک په سیالیو کې یې تاریخ جوړ کړ.

اوتاآبه او هیفومي په نوم دې جاپاني خور او ورور خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او سرو زرو مډالونه یې وګټل، چي د اُلمپیک په تاریخ کي دا لومړی ځل دی، داسي څه رامنځته کیږي، چې یو ورور او خور د سرو زرو مډالونه ګټي.

 

۱ـ اوتاآبه

 

د جودو لوبې جاپانۍ ښځي اوتاآبه په ۵۲ کیلو ګرام وزن کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او د ښځو په برخه کې یې د جاپان توکیو اُلمپیک په سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

 

۲ـ هیفومي

 

یو ساعت وروسته د اوتاآبه ورور هیفومي د جودو لوبې په ۶۶ کیلو ګرام وزن کې د ګُرجستان، برازیل او مغولستان هیوادونو ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره پيداکړه او تر هغه وروسته یې په پایلوبه کې فرانسوی سیال مات کړ او د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

 

 

دا د اُلمپیک په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یو خور او ورور د سرو زرو مډال ترلاسه کوي.