ولسمشرغني د افغانستان “جمی کارټر” یا “مهاتما ګاندهي” دی، خو هغه د ګاندهي په څېر ارام نه دی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

 

امریکایي خبریال “جورج پیکر” د اشرف غني بابا په اړه وايي:

” ولسمشر ‘محمد اشرف غني’ یوازې څلور ساعته خوب کوي او د لمر خاته نه مخکې پاڅېږي. هغه هر سهار له دوه څخه تر درېیو ساعتونو پورې مطالعه کوي.د سرطان له امله یې د معدې له نیمایې ډېره برخه بېکاره ده، چې ډېر کم خوراک کوي، د هغه په ​​رژیم کې یوازې یو څو کجورې او يو څه يخني شامله ده .

دی ټول حکومتي، ناحکومتي او بهرني راپورونه پخپله لولي، او هېڅ ډول پریکړه تر هغه نه کوي تر څو یې چې هر څه پخپله مطالعه کړي نه وي.

هغه دومره حساس دی، چې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر سره د لیدو د مخه، هغه د اسټراليا هېواد ټولې مرستې د نړۍ ټولو هېوادونو سره د مرستو په اړه ټول معلومات درلودل او اوږدې خبرې یې پرې وکړي، تر څو وزیر یې مرستو ته وهڅاوه.

ولسمشر اشرف غني د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر سره د متحده ایالاتو استخباراتي راپور په هکله چې ٤٠٠ مخه و. د راپور په هر ټکې خبرې وکړي، چې دا راپور یوازې ٢٤ ساعته مخکې خپور شوي و.

ـ ولسمشر اشرف غني ارګ ته له ننوتو سره سم؛ لومړی د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ تاریخي کتابونه ټول له سره تنظیم او د ارګ په کتابتون کې خپل د خوښې په ځایونو کې ځای پر ځای کړل.

ارګ کې يوه د چنار ونه ده. چې د دغه چنار لاندې دوه ساده چوکۍ پرتي دي.
دا ځای د ولسمشر اشرف غني د خوښې ځای بلل کېږي، چې تل د مطالعې لپاره ولسمشر هلته کيني.
د اشرف غني د واکمنۍ نه مخکې، د “حامد کرزي” د واکمنۍ پرمهال په زرګونو مېلمانه به پرته د کوم ځانګړې کار څخه د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې اوسېدل، خو د ولسمشر اشرف غني په وخت کې به تاسو ډېر محدود خلک ووينئ.

اشرف غني ولسمشرۍ ته تر نومانديدو دمخه د افغانستان په هکله لیکلی شوي زرګونه کاله پخوانې کتابونه لکه اقتصاد، کورنۍ جګړو او نور… مطالعه کړي ول، چې د هر کتاب په هکله په ساعتونو خبرې کولای شي.

ـ په کومه ورځ چې ما ورسره مرکه درلوده؛ په هغه ورځ کابل کې يوه چاودنه وشوه، ما فکر کاوه، چې زه به نن ورځ مرکه ونه شم کړی، او حتا که مرکه وکړم هم، نو په کابل کې د چاودنې مسئله به یوازې د بحث لاندې نیسم.
کله چې زه مرکې ته وغوښتلی شوم، ولسمشر یوازې وو، چې مخې ته يې د خرما څو دانې پرتې وي.
د روغبړ نه وروسته ما ولسمشر ته د کابل چاودني مسئله ياده کړله. ولسمشر وويل:
” بدبختانه، دا نوې خبره نه ده. زموږ هېواد په یوه تپل شوې جګړه کې ښکېل دى.
زه به تاسو ته یو څه نوې ووایم … “غازي امان الله خان” د کابل د فاضله اوبو د سیسټم لپاره سل کلن پلان جوړ کړی و، چې هغه یې پیل نشو کړلی، خو نن ما هغه پلان د درې سوو انجنیرانو په مرسته له سره پیل کړ. دا د سلو کالو لپاره د کابل د فاضله اوبو سیسټم تر ټولو غوره ترتیب دی… هغه خپلې خبرې کولي او ما په حیرانتیا اورېدلي. سوچ مې کولو…

« هغه اوس هم یو “پروفیسور” دی او دا ټول افغانستان د هغه ټولګی دی.»

هغه یا د افغانستان “جمی کارټر” یا “مهاتما ګاندهي” دی، خو هغه د ګاندهي په څېر ارام نه دی.

د ده ټول شته په پلازمینه کابل کې يو تاریخي کور او ۷ اووه زره کتابونه دي. “

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.