ولسمشر غني له جو بایډن سره غږېدلی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ولسمشر غني او جو بایډن د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

ولسمشر غني په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې تېره شپه یې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني مکالمه لرله او په دې مکالمه کې پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي.

د ولسمشر په خبره بایډن ژمنه ورسره کړې چې امریکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.

بایډن یو ځل بیا ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او په افغانستان کې بېلو سیاسي اړخونو ته په کار ده چې په ګډه سولې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

ولسمشر غني وایي چې په دې تلیفوني مکالمه کې د دوه ا ړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم خبرې شوې دي.

ولسمشر وایي، له افغان دولت سره د ډیپلوماتیکو او اقتصادي مرستو پر دوام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنې هم په دې مکالمه کې ټینګار شوی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ په چټکتیا سره روانه ده د امریکا دفاع وزارت یو چارواکي د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې دوي په تېره یوه میاشت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ کې په طالبانو یوشمېر هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا د دې خبرو په غبرګون کې بیا طالبانو ویلي، چې د امریکا هوايي ځواک تېره ورځ په کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې بریدونه کړي دي کوم چې په قطر  کې د سولې د شوي تړون سرغړونه ده.

طالبانو زیاته کړې، چې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو ترڅنګ د دوی یو شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دا بریدونه د دوحې له تړون سره په ټکر کې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي