پاکستان: د جګړې د شدت په صورت کې چاته اجازه نه ورکوو چې له افغان خاورې را واوړي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

پاکستان وایي پر ډیورنډ تدابیر سختوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې دغه هېواد ته واوړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، د هېواد پالیسي یې داسې ده چې د جګړو د شدت په صورت کې به افغانانو ته پاکستان ته د اوښتو اجازه ور نه کړي.

دده په وینا امنیتي تدابیر ډېرېږي او هېچا ته به د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

شېخ رشید زیاته کړې، حکومت یې پرېکړه کړې چې خپله پوله کډوالو ته خلاصه نه کړي،

د هغه په وینا، مرستندویه ادارې کولای شي چې له اړمنو خلکو سره د پولې هغې غاړې ته هم مرستې وکړي.

د شېخ رشید په وینا که حالات خراب شي نو له پولې سره نیژدې به د هغوی سره د مرستو لپاره چمتوالی ونیسي، خو وایي تر سخت کنټرول او څارنې لاندې به یې وساتي چې مهاجرین د پاکستان ښاري سیمو ته ور نه شي.

د شېخ رشید په خبره که د حالاتو له سببه مجبور شو نو پاکستان به ایراني ماډل خپلوي او کډوال به پولې ته نیژدې تر کېمپونو پورې محدودوي.

شیخ رشید داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پاکستان په وروستیو کې په افغانستان کې د روانې جګړې ملاتړی بلل کېږي او افغان حکومت په دې باور دی چې دغه هېواد په لوی لاس په افغانستان کې د جګړو دوام غواړي.

بلخوا پاکستان بیا وار له مخه پر فرضي کرښه اغزن سیم تېر کړی دی چې دا کړنه یې غیر قانوني ده او لا ډېر تدابیر به د ولسونو سخت غبرګونونه له ځان سره ولري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي