لينا علم د جګړې ضد کمپاين پيل کړی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغان سېنما مشهورې اداکارې لينا علم له خلکو غوښتي چې د جګړې ضد کمپاين کې برخه واخلي.

هغې پر خپلې فيسبوک پاڼې په پښتو او دري ژبو باندې ځينې داسې الفاظ ليکلي چې د جګړې ښکېلې غاړي د زده کړو،پرمختګ او ځوان نسل د خوځښت مخه ونه نيسي.

د جګړې د درېدلو غوښتنه يې کړې او يلي يې دي چې روان بحران ته بايد د خبرو اترو له لارې د پای ټکی کښېښودل سي.

لينا علم ليکي:

(( د افغانستان د نوي نسل غږ یم. هغه نسل چې د ښوونځي او پوهنتون له منځه راپورته شوی او د نړئ هره څنډه کې د انټرنیټ او تکنالوژۍ پر مټ د خپلو هم نسلو سره یو ځآی ولاړ یم او د خپلو حقوقو او آزدیو څخه خبر یم. د افراط او تعصب سره جوړجاړی نه لرم او د نړۍ هر ګوت کې د جنګ او تاوتریخوالی څخه چې په هره پلمه چی وی بیزاره یم. په دې باور یم چې هرې جګړې ته د خبرو اتر له لارې د پای ټکې ایښودی شو.

په دې باور یم چې زده کړه او تحصیل زمونږ د کوچنیانو او ځوانانو د ژغورنې لار او د هیواد عزت، پرمختګ او ابادي ده، او له دې لارې کولای شو داسې نسل وروزو چې خبرې اترې د ټولو اختلافاتو سوله یزه لار ګڼي.

له فساد او هرې فساد جوړوونکې پدیدې لکه جنګ او نشه یي توکو بیزاره یم. باور لرم چې د خپلو نیکونو د تیرو تاریخي او فرهنګي افتخاراتو په پام کې نیولو سره او د نوې پوهې له زده کړو او د نړۍ ګوټ ګوټ کې د هم نسلو ګډ غږ سره کولی شم نړۍ د نورو نسلونو لپاره په یو ښه ځای بدله کړو، داسې نسلونه چې ټوله نړۍ یې هیواد وي او د ټولو هیوادونو خلک یې خپل خلک وي. داسې نسلونه چې زمونږ غوندې د تاوتریخوالي او جنګ قرباني نشي او نړۍ د ژوند لپاره په یو ښه ځای بدله کړي، داسې نړۍ چې هلته برابري وي، ازادي وي او آرامي وي. زه په دې کار سره د خپلې خاورې چې د دې نړۍ یوه ښکلې برخه ده جوړولو او آبادولو ته ژمن یم.

#جنګـ_ته_نه_وایو

#افغانستان_ژغورو

#جګړهبایدپهخبرواتروتعویض_شي

#سوله #آزادي #آبادي

#لهتاوتریخواليخلاصه_نړئ ))

لينا علم اوس مهال په امریکا کې ځينې هنري پروګرامونه پر مخ وړي.