روغتیا وزارت د کرونا وبا د مثبتو پېښو تر ډېرېدو وروسته اوس په افغانستان کې د ‘تور قارچ’ا ناروغۍ د پراخېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زی وايي، چې په ټول هېواد کې تر اوسه د ‘تور قارچ’ ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوې.
که څه هم دا ناروغي ساري نه ده، خو روغتیایي چارواکي یې په هېواد کې د چټک خپرېدو ته اندېښمن دي.
د روغتیا سرپرست وزیر وحیدالله مجروح هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په هند کې راښکاره شوه.
‘تور قارچ’ ناروغي بدن ته د ټپي شوي یا پرې شوي پوستکي له خوا لېږدول کېږي او تر ډېره وژونکې بلل شوې ده.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحیدالله مجروح وايي، چې ‘تور قارچ’ یوه وژونکې ناروغي ده چې په پرمختللو روغتیايي مرکزونو کې یې له امله يې ۵۵ سلنه ناروغان مړه کیږي.
مجروح نن په یوه خبرې ناسته کې په کلکه له خلکو وغوښتل تر څو روغتیايي تدابیر مراعات کړي.
نوموړي دغه راز وویل چې د ایران او پاکستان په کډون په ځینو هېوادونو کې د کرونا وبا څلورمه او پنځمه څپه د پراختیا په حال کې ده، د ده په خبره هېواد کې د کرونا دریمه څپه روانه ده، خو له دې څپې وروسته د نورو څپو د راتلو ګواښ شته دی.
مجروح وايي، د امریکا له لوري د ۳ میلیونه دوزه مرسته شوي واکسین له ډلې، یو نیم میلیون دوزه یې د روانې اونۍ تر پایه افغانستان ته سپارل کېږي.