عبدالله: جګړه دروازو ته رارسېدلې، چوپ پاتې کېدل جفا ده

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د دغې شورا د رهبرۍ شپږمې ناستې ته ویلي، چې جګړې د ښارونو تر دروازو رسېدلي دي، د خلکو سر او مال په خطر کې دی او په داسې وضعیت کې چوپ پاتې کېدل لازم نه دي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان دولت د سولې غوښتنه په ټول قوت سره پر خپل ځای ده خو طالبان وخت ضایع کوي او د خبرو پر ځای جګړو ته زور ورکوي.

هغه ویلي، خلکو سولې ته د طالبانو پر اراده شک لرل خو د جګړې پر ډېرېدو دا شکونه لا ډېر شوي دي.

هغه ټینګار کړی دی چې سوله یو دوه اړخیز تعامل دی، یو طرفه نه کېږي، طالبان هم باید سولې ته خپله واقعي اراده څرګنده کړي.

عبدالله ویلي چې جګړه د حل لار نه ده خو د دې وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې کېدل هم جفا ده.

عبدالله یو ځل بیا ویلي چې طالبان دې دا فکر نه کوي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته کولی شي په زور واک ته ورسېږي، محاسبه یې غلطه ده، هغوی دې په یاد ولري چې هیڅوک به هم اجازه ورنه کړي او له شک پرته چې دوامداره جګړه به ونښلي.

بل خوا د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي چې طالبان د وینو تږدي دي، ځکه خو د روانې جګړې د حرمت په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو فتواوو ته پام نه کوي.

نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې د طالبانو هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي راتلونکی نظام به ټولشموله وي وویل، د طالبانو پر دې څرګندونو یوازې هغه څوک غولېدای شي چې د دغې ډلې تېره تیاره دوره یې نه وي لیدلې.

نوموړي زیاته کړې چې د خلکو حافظه دومره هم ضعیفه نه ده چې د یو طالب قومندان هغه خبره له یاده وباسي چې ویلي یې وو تاجک دې تاجکستان او ازبک دې ازبکستان ته لاړ شي.

دانش د خپلو خبرو پر دوام ویلي، څومره چې وخت تېرېږي په هغې کچه سیاسي نظام او نورو ازادیو ته تحدید هم ډېرېږي، نو خلک ځانګړې توګه رسنۍ دې د طالبانو د تبلیغاتو وسله نه ګرځي او په خبره یې، رسنیو ته په کار ده چې د افغانستان نظام ته د متوجه ګواښونو سره د عملي مبارزې ډګر ته راووځي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي