محب: قریشي نادان او د طالبانو سره یو لاس دی – پاکستان ورته سخت غبرګون ښودلی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یوځل بیا پر پاکستان تندې نیوکې کړې چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت غبرګون یې راپاورولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د ډیریدو په هکله “مبالغه”کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د داعش په څیر ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په تازه پیښو کې لاس لري.

محب په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، “طالبانو په ټول افغانستان کې د افغان ولس پر ضد د تاوتریخوالي  ډک عملیات پیل کړي. موږ پوهیږو چې هغوي څنګه او ولې ددې کار وړتیا پیدا کوي. قریشي یا خبر نه دی، یا نادان دی او د هغوی (طالبانو) سره یو لاس دی..”

د محب په وینا، ښایي قریشي دا هم رد کړي چې اسامه بن لادن د پاکستان نظامي قوماندانۍ سره نږدې وموندل شو.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان  د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر ټویټ کلک غبرګون ښودلی دي.

یاد وزارت په افغانستان کې د اسلام آباد د لاس وهنو په هکله د محب څرګندونې غندلې او بې بنسټه یې بللي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان نقش په پراخه توګه منلی.

د وزارت په خبره، حمدالله محب د افغانستان د سولې په خبرو کې په پرمختګونو سترګې پټوي.

د یادونې ده چې حمدالله محب د تیر کوچني اختر پر مهال په ننګرهار کې هم پر پاکستان کې تندې نیوکې کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا پرې اعتراض وکړ.

له دې وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې پاکستان له حمدالله محب سره اړیکې پریکړې کړې دي. خو محب ویلي وو، چې هغوی دې لومړی له ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

په ورته وخت کې د امریکا غږ انګلیسي برخې په یوه راپور کې ویلي چې په بلوچستان، وزیرستان، پېښور او د پاکستان په ځينو لویو ښارونو کې کې لا هم په جوماتونو، فابریکو او شرکتونو کې د طالبانو لپاره چندې او مالي مرستې ټولېږي او فرضي کرښې ته څېرمه دوی ته مالي امکانات برابرېږي.

په دغه راپور کې راځي چې طالبان په دې پیسو په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره جګړه کوي خو پاکستانی حکومت یې پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه کوي.

سرچینه همدا راز وایي چې یوازې پاکستان نه، بلکې په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د دغه چنده ټولولو دود شته دی.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان په جوماتونو کې د طالبانو لپاره چندې ټولېږي او دا پیسې دلته په جګړو لګول کېږي، خو پاکستاني لوری ورته ادعاوې نه مني.

افغان حکومت هم په ځلونو پر دغه ډول کړنو اندېښنه ښودلې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي