امریکا غږ: پاکستان کې د افغان طالبانو لپاره چندې زیاتې شوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

امریکا غږ انګلیسي برخې په یوه راپور کې ویلي چې په بلوچستان، وزیرستان، پېښور او د پاکستان په ځينو لویو ښارونو کې کې لا هم په جوماتونو، فابریکو او شرکتونو کې د طالبانو لپاره چندې او مالي مرستې ټولېږي او فرضي کرښې ته څېرمه دوی ته مالي امکانات برابرېږي.

په دغه راپور کې راځي چې طالبان په دې پیسو په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره جګړه کوي خو پاکستانی حکومت یې پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه کوي.

سرچینه همدا راز وایي چې یوازې پاکستان نه، بلکې په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د دغه چنده ټولولو دود شته دی.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان په جوماتونو کې د طالبانو لپاره چندې ټولېږي او دا پیسې دلته په جګړو لګول کېږي، خو پاکستاني لوری ورته ادعاوې نه مني. افغان حکومت هم په ځلونو پر دغه ډول کړنو اندېښنه ښودلې ده.

د یادونې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سولې ټینګېدو برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

قریشي دغه څرګندونې پرون د انتالیا ناستې په څنډه کې د مصالحې شورا له رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

قریشي ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د سیاسي حل لارې غوښتونکی دی او په وینا یې دغه هېواد په هېڅ صورت د پوځي حل لارې او د طالبانو د پوځي تسلط طرفدار نه دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د معلوماتو په اساس قریشي ویلي چې د سیمې په اړه د پاکستان سیاست تغیر کړی دی او په وینا په سیمه کې اقتصادي ګټو ته ګوري او د افغانستان د سولې او ثبات سره هم مرسته کوي.

عبدالله د سولې برخه کې د پاکستان پر همکارۍ ټینګار کړی او په دې برخه کې د هغه هېواد رول مهم بللی دی.

 

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي