د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې په ۲۰۱۶ کې تاسیس شوي دي؛ خو دا لومړی ځل دی چې افغان کیڼ لاسی هیټرتوپوهونکی حضرت الله ځاځی یې په شپږم پړاو کې د یوې پښتنې لوبډلې ملا تړي.
حضرت الله ځاځي د سه شنبې په ورځ د جون په ۱۵ مه د کراچي کېنګز پر وړاندې لوبه کې په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه پوره کړه او د پياېساېل په تاریخ کې درېیم لوبغاړی شو، چې چټکه نیمه سلیزه وهي.
په پياېساېل کې چټکې نیمه سلیزې
کامران اکمل چې د پېښورزلمي لوبډله کې لوبېږي، په ۲۰۱۸ کې یې په ۱۷ توپونو د کراچۍ لوبډلې پر وړاندې د لاهور په قدافي لوبغالي کې نیمه سلیزه وهلې وه.
۲۰۱۹ کې اصف علي د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې لوبغاړي په ۱۷ توپونو د لاهور قلندرز پر وړاندې لوبه کې په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه ووهله.
د جون په ۱۵ مه ۲۰۲۱ کې حضرت الله ځاځي په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه ثبت کړه او دا د پېښور زلمي دویم لوبغاړی شو، چې دا ریکارډ یې جوړ کړ.
لوک رنکي د نیوزیلېنډ وېکټ ساتونکی توپوهونکی و، ده په ۲۰۱۸ کې د اسلام اباد په ګټه د کراچي کېنګز پر وړاندې لوبه کې په دوبۍ کې په ۱۹ توپونو نیمه سلیزه ووهله.
۲۰۲۰ کې کامران اکمل یو ځل بیا په ۲۰ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله، هغه دا پنځوسیزه د کوېټې پر وړاندې په کراچۍ لوبغالي کې ووهله.
د انګلستان جېمز وېنس په ۲۰۲۰ کې په راولپنډۍ کې د ملتان سلطان په ګټه د اسلام اباد پر وړاندې لوبه کې په ۲۰ توپونو پنځوسیزه پوره کړه.
۲۰۱۹ کې کېرن پولارډ د پېښورزلمي په ګټه د اسلام اباد اپر وړاندې لوبه کې په ۲۱ توپونو پنځوسیزه بشپړه کړې وه.
یانې ځاځي یواځې په خپله لومړۍ لوبه کې ستر ریکارډ جوړ کړ.
په پياېساېل کې زیاتې منډې کوونکي لوبغاړي
کامران اکمل د پاکستان سوپرلیګ لوبو کې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۶۴ سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ۶۳ پاڼیو کې یې ۱۷۰۱ منډې کړي دي.
د ده یوه پاڼۍ کې لوړې منډې ۱۰۷ ناسوځېدلې دي.
شېن واټسن له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ پورې په ۴۶ لوبو کې ۱۳۶۱ منډې کړې دي، چې یوه لوبه کې یې لوړې ۹۱ ناسوځېدلې دي.
فخرزمان په ۴۷ لوبو کې ۱۳۰۷ منډې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې لوړې ۹۴ دي.
شعیب ملک ۵۶ لوبو کې ۱۳۰۳ منډې کړي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۷۳ دي.