صالح: وروستیو کې مو کابل کې د ۹۰۰ ترهګریزو پېښو مخه نیولې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ولسمشر لومړی مرستیال ادعا کوي چې په وروستیو کې یې په کابل کې د ۹۰۰ بریدونو او ترهګریزو پېښو مخه نیولې ده.

نوموړي چې له اوږدې مودې وروسته یې یو ځل بیا د شپږنیمو جلسې راپور پر خپله فیسبوک پاڼه خپور کړی دی وايي، د کابل ښار د امنیت لپاره یې ټول تدابیر نیولې او دغه ښار یې له ګڼو ترهګریزو بریدونو ساتلی دی.

د هغه په وینا په وروستیو کې یې په کابل کې د شاوخوا ۹۰۰ ترهګریزو پېښو مخه نیولې ده.

نوموړي ویلي ټاکل شوې وه چې د شپږ نیمو جلسې ختمې شي خو د ولسمشر په غوښتنه دغه جلسې دوام کوي او موخه یې دا ده چې په کابل او ولایتونو کې امنیت تامین او هر ډول احتمالي ګواښونه ختم کړل شي.

امرالله صالح داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په کابل کې نږدې هره ورځ د وسله والو غلاوو او جنایي پېښو راپورونه ورکول کېږي او په ځينو برخو کې د ماین چاودنې او ترهګریزې پېښې هم ادامه لري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي