د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي نور باید یوازې پاکستان ته په افغان جګړه کې د ذمه وارۍ ګوته ونه نیول شي.
قریشي زیاته کړې، چې افغان سوله یوازې د پاکستان کار نه، بلکې د ټولو غاړو ګډ مسئولیت دی.
هغه دا خبرې نن دوشنبه اسلام اباد کې د سیمه ییزې سولې انسټیټیوټ لخوا جوړې شوې غونډې ته وینا کې کړې دي.
د قریشي په وینا ولسمشر غني او نژدې کسان به یې ژر واشنګټن ته په رسمي سفر لاړ شي.
«زه دوی ته نېکمرغه او ښه سفر غواړم خو اجازه راکړئ چې دا مخکې تر مخکې ووایم، که د دې سفر هدف د تور لګولو د یوې نوې لوبې پیلول وي او پاکستان په افغانستان کې د ټولو ناروغیو او د سولې په پروسه کې د نه پرمختګ مسوول ګڼل کېږي، ګټه به ونه کړي.»
د قریشي په خبره، که د افغانستان د سولې پروسه خرابېږي، پاکستان یې باید مسوول ونه بلل شي.
د هغه په وینا«دا ګډ مسوولیت دی او هیڅوک باید ورته نور پام ونه کړي چې که حالات خرابېدل نو پاکستان پرې ملامت کړي. موږ مسوولیت په غاړه نه اخلو. پاکستان په افغانستان کې د سولې په پروسه کې رښتینی او مخلص دی.»
قریشي همدا راز زیاته کړه«موږ په کافي اندازه تورن شوي یوو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د ټرک ټو په نوم د افغانستان او پاکستان د نظرخاوندانو غونډې ته وکړې.
په دې غونډه کې، چې په غیردولتي کچه جوړه شوې، د دوو هیوادونو ترمنځ د راتلونکو اړیکو، سولې، پرمختګ او دوستۍ پر موضوعاتو خبرې کېږي.
د یادونې ده چې قریشي څو ورځې وړاندې د پاکستان د پارلمان په یوه غونډه کې هم د ښاغلي محب نیوکو ته توند غبرګون ښودلي و او له افغان ولسمشر یې پوښتلي و چې ولې افغان حکومت له یوې خوا له پاکستان مرسته غواړي او له بلې خوا پرې تورونه پورې کوي؟
قریشي ننۍ ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت پر سلاکار سربېره د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح نوم هم اخیستی او ویلي یې دي چې “زه يې په څرګندونو اندېښنه لرم”.
افغان حکومت تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو افغان سیال محمد حنیف اتمر مخکنیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي و چې “د پاکستان له همکارۍ پرته افغانستان کې وینه تویېدنه نه دریږي.”