اردوغان وایي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه په افغانستان کې د مسوولیت اخیستلو ته تیاره ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بروکسل ته تر تګ مخکې په انقره کې خبریالانو ته ویلي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازینی باوري هېواد چې کولی شي د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي هغه ترکیه دی.
دده په وینا امریکایي چارواکو ورسره خبرې کړې دي او ترکیه تیاره ده چې دغه ماموریت ومني.
اردوغان دا هم وايي چې پر دې مسئله به په بروکسل کې له جو بایډن سره هم خبرې وکړي.
ترکیه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې پیدا شوې دي، خو ناټو یې یوه غړي هېواد ته د امنیت د سپارلو خبره کړې ده.
طالبانو بیا ویلي چې د هېڅ هېواد نظامي حضور نه مني.
څو ورځې وړاندې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هېڅ هېواد ته په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي.