فضلي: چې د جګړې پای او قاطع پریکړې ته ورسیږو، طالبان په شا شي

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مشر وايي، طالبان د سولې لپاره نه دي تیار او له امله یې د ترکیې کنفرانس کې ګډون ونه کړ.

هغه نن پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې ترکیې کنفرانس کې نه ګډون سره طالبانو بیا یو ځل وښوده چې نه سولې او نه هم یو سیاسي تفاهم ته تیار دي.

د فضلي په وینا حکومت یاد کنفرانس ته په بشپړه توګه اماده دی.

هغه وایي:

«جمهور رئیس د کنفرانس عمومي اصولو ته په درناوي حتا د سولې حکومت یوه طرحه هم وړاندې کړه او د افغان وژنې درولو په موخه یې د هر هغه شرط منلو لپاره غاړه ایښې چې نتیجه یې پایداره او با عزته سوله وي.»

دی وايي، د جمهوریت استازي په هر وخت او هر ځای کې مذاکرې ته تیار دي.

د فضلي په وینا؛

«مګر هر کله چې د جګړې د پای او وینې درولو په اړه د قاطع پرېکړې مرحله رسیږي، طالبان په شا کیږي خو بیا هم تېرو دوو کلونو کې د بې نظمیو او ملک الطوایفي پلویانو حکومت پدې تورن کړی چې سولې ته ژمن نه دی.»

نوموړي پر خلک غږ کړی او ویلي یې دي:

«اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټول افغانان په اتحاد او اتفاق سره د جمهور رئیس د مدبر زعامت لاندې یو موټي شو تر څو خپل ولس ته خدمات په سمه توګه ورسوو او د هغوی په وړاندې ودریږو چې ځان بادار، هوښیار او جامع الکملات ګڼي، د ولس په درایت او قضاوت هېڅ ډول باور نه لري او غواړي چې افغانان د دوی ظلم ته تسلیم شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې اعلان وکړ چې د استانبول د ۲۴مې کنفرانس وځنډید او له اختر وروسته به ترسره شي.

طالبانو اول دې کنفرانس کې د نه ګډون ویلي ول، خو وروسته یې ویل چې په دې اړه له لوریو سره خبرې کوي چې ګډون وکړي که نه.

د خلکو نیوکې او اندیښنې

د سولې یاده غونډه چې ټاکل شوې وه د افغانستان د سولې په اړه برخلیک ټاکوونکې خبرې او پریکړې په کې وشي، ښکاري چې له ننګونو سره مخ ده، ځکه دا دویم ځل و چې د طالبانو د نه ګډون له امله ځنډیږي.

خلکو پر دې کار نیوکې او اندیښنې ښکاره کړي چې طالبان نه غواړي سوله وکړي او فکر کوي په جګړه کې یې ګټه ده.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو ویلي چې له وروسته له هغې چې طالب پلاوی پاکستان ته ولاړ، ورسره سم دا غونډه وځنډول شو، ښکاري چې پاکستان او نور اړوند ذیدخل هیوادونه نه غواړي د افغان سولې په اړه کوټلي ګامونه پورته شي.

د ګډو لوریو اعلامیه

ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې ګډه اعلامیه کې ددې ناستې د ځنډولو په اړه ویلي چې ناسته به تر روژې وروسته ترسره شي.

اعلامیه کې ویل شوي چې وروستیو پرمختګونو ته په کتو له خواوو سره په مشوره دا ناسته ځنډول شوې چې ښه پرمختګونه په کې وشي.

د افغانستان حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پر خواله رسنیو د حکومتي چارواکو څرګندونو ښکاري چې حکومت ناستې ته بشپړ چمتو وو. حکومتي مسوولینو له دې امله پر طالبانو سختې نیوکې هم کړي دي.