بغلان: وسله والو د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۲۶ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

سپینه تجريدي ډیزاین

ناپېژانده وسله الو په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې ګڼ کارکوونکي وژلي دي.

د راپورونو له مخې تېره شپه د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هلو ټرسټ په نامه د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر دفتر د ناپېژانده وسله والو له لوري برید شوی دی چې له امله یې لس کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

د بغلان ځايي چارواکي وايي چې دا برید وسله والو طالبانو کړی دی خو طالبانو تر اوسه پر دغه پېښه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د پېښې ګڼ ټپیان د بغلان روغتون ته لېږدول شوي.

ویل کېږي چې په دې پېښه کې ددغه موسسې دفتر ته هم زیان اوښتی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي په هېواد کې د روانې نا امنۍ په اړه د حکومت پر بې پروایۍ نیوکه کوي.

د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي خو حکومت یې پر وړاندې اړین اقدامات نه دي ترسره کړي.

د وکیلانو په خبره له ولسوالیو امنیتي ځواکونه ورسره په اړیکه کې دي او ټول شکایت کوي چې حکومت د وسلو او مهماتو تر څنګ ان د خوراکي توکو او اوبو مرسته هم نه کوي او په خبره یې افغان ځواکونه په ځینو سیمو کې د حکومت د بې پروایۍ له امله له ستونزو سره مخ دي.

وکیلانو پر امنیتي او دفاعي اداراتو غږ وکړ چې شخصي اختلافات یوه لوري ته کړي، روان وضعیت په جدي توګه وڅېړي، د افغان ځواکونو اړتیاوې پوره کړي او د روانې نا امنۍ پر وړاندې دې بې پروايي نه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي