طالبان، تاجکستان او قرغزستان ته: جګړه د حل لار نه ده، ستونزې په خبرو حل کړئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

له څه مودې را پدېخوا د تاجکستان او قرغزستان هېوادونو ترمنځ ستونزې را پیدا شوې دي چې دواړه هېوادونه یې د جګړې تر پولې رسولي دي.

طالبانو پر یادو هېوادونو غږ کړی دی چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

طالبانو په خپرې کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی تر بل هر چا زیات د جګړې د زیانونو په اړه عملي تجربه لري.

طالبانو زیاته کړې، چې د جګړې پيل ممکن اسانه ښکاره شي؛ خو د جګړې عملي جریان او ورڅخه پاتې ناورینونه او زیانونه په مراتبو له هغو زیانونو څخه زیات دي چې د تفاهم په صورت کې به يې دواړه اړخه وګالي.

طالبانو همدا راز ویلي، دوی د خپلې تجربې له مخې د دواړو هېوادونو له مشرانو غواړي چې د خپلو ملتونو اوږد مهاله ګټې، ارامي او امنیت په نظر کې ونیسي.

د هغوې په خبره، دواړه هېوادونه دې ستونزو ته د تفاهم او خبرو له لارې معقول او منطقي حل پیدا کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي