ملا “رحيم الله ” چې یو سیاسي ملا دی؛ ډېری وخت د افغانستان د روان جنګ په اړه ډېرې بې منطقه او ناسمې فتواوې ورکوي. د افغان ولس پر وړاندې يې بغض، کرکه او حسد دومره ډېر دی، که چیرته په يوه ورځ په زرګونه افغانان هم ووژل شي، نو د نوموړي زړه به پرې يخ نشي.
د “ملا رحیم “یوه تازه ویډویې فتوا چې نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې که “کرامات وایفای” په نوم لاس په لاس کېږي، او د تود بحث سوژه ګرځیدلي ده، پکې ویلي دي:
« که يو سړی په امريکا کې او ښځه يې په پاکستان او يا هم افغانستان کې وي، نو د دې امکان شته چې به شرط “کرامت” له هماغه ځايه له خپلې ميرمنې سره يو ځای شي او بچيان يې پيدا شي.»
نوموړی دا هم ویلي، که څوک دا خبره نه مني، هغه « وهابي او بدعتي» دی.
چې دا فتوا یې نه تنها د ګڼو مسلمانانو د غبرګون سره مخ شوې، بلکې د الهي و اسلامي دین په هکله غلطه ذهنیت سازي و تعرف پکې شوی دی. د “بغدادي پیر ” کریکټر لوبې، د علم و علماؤ د نوم نه په ناوړه استفادي غواړي، چې دین تخریب او د مسلمانانو عقیدي خامې کړي.
که څه هم دغسې مسايل څېړل د اختلافاتو کمولو کې ګټه نه لري، نو نشرول يې د ګټې په ځای تاوان زیاتوي.
دوېیم دا چې د جاهل بې ځوابه پرېښودل په هغه باندې تر ځواب سخت تمامېږي.
درېيم دا چې “مولانا رحیم الله” یو سیاسي ملا دی، نو ځواب ورکول به يې هم سیاسي اړخ واخلي. خو د ولس لپاره:
لومړی:
دغه مولوي چې کومه خبره کوي، تر ټولو اول خو بايد پوه شو، چې دغه خبره يا مسله نه خو امام ابوحنيفه رحمه الله کړې ده، نه امام ابو يوسف رحمه الله او نه امام محمد رحمه الله بيان کړې ده، يعنې په اصل مذهب کې دغه د هوايي او کراماتي بچو خبره نشته!!
ډېر وروسته په پنځمه شپږمه هجري پېړۍ کې ځينې ملايانو دغه خبره کړې ده، چې کرامةً دغه شان چل کېدای شي خو د هماغه زمانې نورو حنفي مشايخو د دغه قول تغليط کړی دی، بلکې دغه اعتقاد لرونکي ته يې کافر ويلي دي.
علامه شامي په رد المحتار کې ليکي:
( قَوْلُهُ : لَيْسَ مِنْ الْكَرَامَةِ عِنْدَنَا ) لِمَا فِي الْعِمَادِيَّةِ أَنَّهُ سُئِلَ أَبُو عَبْدِ اللَّهِ الزَّعْفَرَانِيُّ عَمَّا رُوِيَ عَنْ إبْرَاهِيمَ بْنِ أَدْهَمَ أَنَّهُمْ رَأَوْهُ بِالْبَصْرَةِ يَوْمَ التَّرْوِيَةِ ، وَرُئِيَ ذَلِكَ الْيَوْمَ بِمَكَّةَ ؟ قَالَ : كَانَ ابْنُ مُقَاتِلٍ يَذْهَبُ إلَى أَنَّ اعْتِقَادَ ذَلِكَ كُفْرٌ ، لِأَنَّ ذَلِكَ لَيْسَ مِنْ الْكَرَامَاتِ بَلْ هُوَ مِنْ الْمُعْجِزَاتِ ، وَأَمَّا أَنَا فَأَسْتَجْهِلُهُ وَلَا أُطْلِقُ عَلَيْهِ الْكُفْرَ.
په دې کې د ابو عبدالله الزعفراني په حواله وايي؛ چې دغه عقيده لرونکي ته زه کافر خو نه وايم البته جاهل ورته وايم.
وَالْحَاصِلُ أَنَّهُ وَقَعَ الْخِلَافُ عِنْدَنَا فِي مَسْأَلَةِ طَيِّ الْمَسَافَةِ الْبَعِيدَةِ ؛ فَمَشَايِخُ الْعِرَاقِ قَالُوا : لَا يَكُونُ ذَلِكَ إلَّا مُعْجِزَةً ، فَاعْتِقَادُهُ كَرَامَةً جَهْلٌ ، أَوْ كُفْرٌ .
وَمَشَايِخُ خُرَاسَانَ وَمَا وَرَاءَ النَّهْرِ أَثْبَتُوهُ كَرَامَةً ، وَلَمْ يَرِدْ نَصٌّ صَرِيحٌ فِي الْمَسْأَلَةِ عَنْ أَئِمَّتِنَا الثَّلَاثَةِ سِوَى قَوْلِ مُحَمَّدٍ هَذَا ، وَلَمْ يُفَسِّرْ ذَلِكَ ا هـ مُلَخَّصًا مِنْ شَرْحِ الْوَهْبَانِيَّةِ عَنْ جَوَاهِرِ الْفَتَاوَى
علامه شامي بيا وايي، چې حاصل دا دی، چې د عراقي حنفي مشايخو په نزد له لېرې ځايه د يوه امتي تلل نشي کېدای، او که څوک دغه ډول دعوا کوي نو جهالت دی يا کفر دی او خراساني مشايخ دې کار ته کرامة وايي. او د مذهب له اصلي امامانو څخه کوم صريح نص نه دی راغلی، يوازې د “امام محمد غير مفسر” قول راغلی دی چې عمومي قول دی، چې (هَذَا الْقَوْلُ بِنَصِّ مُحَمَّدٍ : إنَّا نُؤْمِنُ بِكَرَامَاتِ الْأَوْلِيَاءِ )
موږ د اولياوو پر کرامت ايمان لرو.
خو په دغه قول کې دغه د مسافت د طی کولو خبره نه ده ذکر.
د یادونې وړ ده: کله چې په “ملا رحيم الله” چاودنه شوې وه، نو ډيرو دولتي چارواکو هم پرې د يو عالم په توګه خواشيني څرګنده کړې وه.
د ملا د خبرو ویډیو لينک:
https://www.facebook.com/omidullah.achikzai/videos/1724248274445403/