نیوزیلېنډ د جون په دویمه اووه ورځې وروسته له انګلستان سره د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیلوي.
دا لوبې د انګلستان په لندن او برمینګم ښارونو کې ترسره کېږي.
د نیوزیلېنډ څومره لوبغاړي چې په آیپياېل کې وو، هغوی مالدیف ته تللي وو او له هغې ځای څخه انګلستان ته ولاړل او له خپلې لوبډلې سره یو ځای شول.
کېن ویلیمسن، مېچل سنټنر او کایل جمېسن هم انګلستان ته رسېدلي دي.
دې لوبډلې په ساوتمټن سیمه کې تمرینات کړي دي او د دوشنبې په ورځ یې د باران له امله تمرینات ونشو کولای.
له ۲۰۱۵ راهیسې انګلستان او نیوزیلېنډ ټېسټ لوبو کې نه دي مخ شوي او پس له شپږو کلونو دا لوبډلې یو ځل بیا په دوو ټېسټ لوبو کې سره مخ دي.
لومړۍ ټېسټ لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د جون په ۲ یمه پیلیږي او ۶ مه پایته رسېږي او دویمه ټېسټ لوبه د جون په لسمه پیلیږي او په ۱۶ مه پای ته رسېږي.
له دې وروسته د جون په ۱۸ مه د نیوزیلېنډ لوبډله د هندوستان پر وړاندې د ټېسټ قهرمانۍ جام لوبو پایلوبه کوي.
د نیوزیلېنډ شل کسیزه لوبډله
درې ټاپ ارډر توپوهونکو کې لوبډلمشر کېن ویلیمسن، بل اوپنر هینري نیکولس او راس ټایلر شامل دي.
په الراونډرانو کې کولین ډي ګرېنډهوم، وېل یانګ، ډېریل مېچل، رچین روېندرا، جېکوب ډفي او مېچل سنټنر.
په وېکټ ساتونکو توپوهونکو کې شامل لوبغاړي، ټام بلنډېل، ټام لېتم، ډیون کانوی او بي جی واټلېنګ.
په بالرانو کې بیا ټرېنټ بولټ، ماټ هینري، اجز پټېل، نیل وېګنر، ډوګ برېس وېل، کایل جمېسن او ټېم سوتي شامل دي.
د نیوزیلېنډ او انګلستان لوبې
دواړو لوبډلو ۱۰۵ ټېسټ لوبې کړي، چې ۴۸ انګلستان او ۱۱ نیوزیلېنډ ګټلي، نورې لوبې مساوي شوي دي.
۹۱ یې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۴۱ انګلستان ګټلي او ۴۳ نیوزیلېنډ ګټلي دي او ۲۱ یې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۲ انګلستان او ۷ نیوزیلېنډ ګټلي دي.