خلیلزاد: ځواکونو له وتلو وروسته به هم په افغانستان پوره څارنه کوو

سپینه تجريدي ډیزاین

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د کانګرس د ملي امنیت جرګې په یوې استماعیه غونډه کې ویلي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوي دي.

په دغه استماعیه غونډه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په دې پریکړې غور شوی چې ټول امریکايي عسکر دې د سپتمبر تر ۱۱ پورې له افغانستان څخه ووځي.

د کانګرس یو شمیر غړو د هغو اندېښنو په هکله له خلیلزاد نه وضاحت غوښتی چې د افغانستان څخه د عسکرو له وتلو وروسته د امریکا ملي امنیت او د سیمې ثبات ته ګواښ رامنځ ته کوي.

د کانګرس غړي په دې باور دي چې په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره کم وخت پاتې دی، نو څنګه امکان لري چې د افغانستان له ګاونډیانو سره دې د راتلونکي وضعیت د څارنې لپاره توافق وشي.

په ورته وخت کې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش، له فاکس نیوز ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو ژوره اندېښنه لري ځکه چې د امریکایانو له حضوره پرته به په سیمه کې تشه رامنځته شي.

بوش ویلي، چې د بایډن له لوري د اپریل په ۱۴ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له اعلانه وروسته یې له ځینې افغان مېرمنو سره خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، ده آن په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې هم دا خبرداری ورکړی چې که امریکا په افغانستان کې حضور ونه لري، خلا به رامنځته شي.

د ده په خبره له افغانستانه د القاعده ډلې د له منځه وړلو یو لوی بریالیتوب دا و چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د ودې لار پرانیستل شوه.

بوش دغه راز ویلي چې دی او مېرمن یې لورا بوش به تل د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي