بلېنکن او قریشي پر افغان سوله غږېدلي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره تلیفوني خبرې کړې دي.

په دې تلیفوني خبرو کې پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او هڅه کوي په دغه پروسه کې رغنده رول ولوبوي.

قریشي ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې طالبان دایمي اوربند ته تیار شي او روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.

هغه ویلي د افغانستان د سولې په برخه کې رښتینې همکارۍ ته تیار دي، خو د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو یې هم ټينګار کړی دی.

امریکايي لوري هم له پاکستان غوښتي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي او په دې توګه په سیمه کې روانه جګړه ختمه کړي.

بلخوا د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریچارډ اولسن په خپله تازه مرکه کې ویلي، تر دې دمه داسې ښکاري چې طالبان په رښتینې توګه د سولې لپاره تیار نه دي.

د هغه په وینا د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې دغه ډله رښتینې سولې ته وهڅوي او په دې توګه هلته روانه جګړه ختمه کړي.

هغه همدا راز د تاوتریخوالي مسوولیت هم پر وسله والو طالبانو اچوي او په وینا یې دغه ډلې تهاجمي بریدونو ته ادامه ورکړې او د اوربند غوښتنې نه مني.

هغه ټینګار کړی چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري د اهمیت وړ ده.

بل لورته په کابل کې د قطر سفیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزه او سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي په افغانستان کې د پانګونې له لارې له افغانانو سره د ودې او پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.

سعد بن مبارک ویلي چې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پراختیا ددواړو هېوادونو په ګټه ده.

اتمر هم ویلي چې قطر د افغانستان ښه ملګری هېواد دی او د سولې په برخه کې ددغه هېواد مرستې خورا مهمې دي.

دواړو لورو ټینګار کړی چې د اړیکو د لا پراختیا لپاره به نوې هوکړې رامنځ ته کوي.

 

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي