واحد نژند: شاګردان مي هم تر هوتک او مبارز تکړه دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د ازادي مبارزې نامتو او تکړه لوبغاړي واحد نژند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې شاګردان یې هم تر احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز تکړه دي.

واحد نژند، چې تازه یې روسي سیال پاول اردیشیف ته په ‹‹Fight Night›› سازمان کې په مسکو کې ماتې ورکړې د اسپوتنیک خبري اژانس سره یې په یوې مرکه کې د خپلو مخکنیو لوبو راتلونکو لوبو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خبري کړي.

یاده مرکه کې خبریال د واحد نژند څخه د احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز په اړه پوښتي، چې په اړه یې واحد نژند زیاته کړه:

‹‹کوم لوبغاړي، چې اوس خورا مشهوره سوي، اما د لوبې سویه یې خورا کښته ده، حال دا چي شاګردان مي هم تر دوی ښه لوبه کوي، نو په کار داده، چې بازمحمد مبارز او احمدولي هوتک د نژند په څېر لوبغاړي سره ولوبیږي.››

خبریال په یاده مرکه کې د نژند څخه دا هم پوښتلي، چې د یادو دوو لوبغاړو له ډلي له چاسره لوبه کوې؟

نژند یې په اړه وویل:

‹‹بازمحمد مبارز او احمدولي هوتک دواړه د افغانستان ویاړونه دي او د هیواد لپاره یې ډېر ویاړونه راوړې دي او خلګو ته یې خوښۍ ورپه نصیب کړې دي، اما د دوی وروستۍ لوبې چې مې ولیدلې خپل ځای تر دوی لوړ بولم، دوی دي ولاړ سي کلبونه دي پرانیزي او شاګردانو ته دي زده کړه ورکړي.››

واحد نژند وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې بازمحمد مبارز او احمدولي هوتک په خپلو وروستیو لوبو کې د ازادي مبارزې د یو شمېر لوبغاړو او ددې لوبو د ښه پېژندونکو لخوا له ګڼږ نیوکو سره مخ شول او دوی لوبې یې جوړي سوي وبللې.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.