خبر
نن په ټول هیواد کې د وروستیو خورا خونړیو پيښو له امله ملي ماتم اعلان شوی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وړمه ورځ یوه ویډیوي پیغام کې وویل چې د پل علم، سید الشهدا او نورو خونړیو پيښو له امله نن سه شنبه په ټول هیواد او د نړۍ هر کونج کې د افغانستان اړوند ادارو کې به ملي ماتم اعلان او بیرغ نیمه ځوړند وي.
اروپایي ټولنې هم په دې اړه له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې دفتر په خپله رسمي فیسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې په کې ښکاري، ددې اتحاديې بیرغ ښکته کیږي.
دوی لیکلي:
«نن ورځ موږ خپل بیرغ د افغانستان له خلکو سره په پیوستون کې ښکته کوو. د دشت برچي، پل علم د وحشي بریدونو د قربانیانو، او د ټولو هغو کسانو په یاد کې چې په ټول افغانستان کې د بې معنا تاوتریخوالي قرباني شوي دي.»
یادې اتحادیې ویلي چې اروپايي ټولنه د سولې په لټه کې د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده.
باید وویل شي چې په وروستیو دوو خونړیو پیښو کې چې یوه په لوګر او بله کابل کې وشوه، تر ۳۰۰ زیاتو عامو ملکي افغانانو او بیا ځوانانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د افغانستان حکومت ددې بریدونو مسوول طالبان وبلل، خو طالبانو د لوګر برید په اړه چپ پاتې شول او د کابل په برید کې یې لاس لرل رد کړل.