ملا هبت الله: باید د جنګ د دوام هڅه ونه شي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ویلي، ډاډ ورکوي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به یو داسې افغان شموله نظام رامنځته کوي چې ټول به په کې ځانونه وویني.
یاد پیغام کې د ملا هبت الله له قوله ویل شوي چې په مقابل لوري هم غږ کوي چې د جنګ د دوام هڅه ونه کړي او باید سره راټول شي.
پیغام کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه ګام بلل شوی دی خو ټینګار شوی دی چې د دوحې هوکړه باید په بشپړه توګه عملي شي او که چېرته داسې ونه شي نو ټوله نړۍ دې شاهده وي چې د هر ډول سرغړونې د بدو عواقبو پړه به هم د امریکا پر غاړه وي.
د طالبانو د مشر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په دوحه کې پيل شوې د سولې بین الافغاني خبرې له څه مودې راهیسي په ټپه درېدلې دي چې طالبان یې د درېدو پړه پر افغان حکومت او حکومت یې بیا پر طالبانو اچوي.
بلخوا تېره ورځ د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې یوه دولتي ښوونځي ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې تر پنځوسو پورې ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي.
تر اوسه پورې ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، حکومت یې د طالبانو کار بولي خو دغه ډلې پکې لاس لرل رد کړي دي.
وسله والو طالبانو د کابل په برید کې لاس لرل رد کړي دي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د کابل په دشت برچي سیمه کې پر ماشومانو او ځوانانو د تېرې ورځې برید غندلی او یاد عمل یې بشري ضد او نه بښوونکې کړنه یاده کړې ده.
له یاد وزارت څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې د اتمر له قوله راغلي، د بې ګناه ماشومانو عام وژنه له تصوره ډېر لرې بشري او جنګي جنایت دی.
نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د دې ګډ دښمن د ځپلو او له منځه وړلو لپاره دې د افغانستان قوي ملاتړ وکړي.
د کابل یاد برید د افغان حکومت ترڅنګ ملګرو ملتونو او ټولې نړۍ سخت غندلی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي