رسنیو ته د طالبانو خبرداری؛ بې طرفه اوسئ، کنه راتلونکو اقداماتو مسوولیت به مو پر خپله غاړه وي

رنګین تجريدي ډیزاین

وسله والو طالبانو افغان رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته خپله بې طرفي ونه ساتي نو د دوی پر وړاندې د هر اقدام پړه به یې هم پر خپله غاړه وي.

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له څو ورځو راهیسي په یو شمېر رسنیو کې د حکومت د استخباراتي کړیو په اشاره د دوی پر ضد پروپاګند او یو اړخیز نشرات کېږي.

نوموړي ویلي چې که خبریالان او رسنۍ خپله بې طرفي ونه ساتي نو د راتلونکو اقداماتو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

طالبان دا خبرداری وروسته تر هغه ورکوي چې څو ورځې وړاندې یو شمېر رسنیو د یو بهرني اژانس په حواله راپور ورکړی و چې طالبانو د دوحې تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د اډو ساتنه کړې ده.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي وه، چې د طالبانو له لوري د بهرنیو ځواکونو د اډو د ساتنې په اړه په یو شمېر رسنیو کې خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي او حقیقت نه لري.

له دغه خبر وروسته د کندهار پر هوايي ډګر برید وشو خو تلفات او زیانونه یې نه لرل.

د طالبانو له دغه برید وروسته امریکايي ځواکونو یو ځل بیا د بریدونو د دوام په تړاو طالبانو ته خبرداری ورکړو.

د کندهار پر هوايي ډګر تر برید وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند دلته د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان ویډیو خپره کړې او هغه ویلي چې بهرنیو ځواکونو له افغانستان وتل پیل کړي دي او که طالبان بریدونو ته ادامه ورکړي نو دا به یوه ستره تېروتنه وي.

امریکایي جنرالانو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د سرتېرو د ایستلو پر مهال د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام او یا بریدونه به ددوی له سخت غبرګون سره مخ شي.

له همدې امله امریکا په سیمه کې خپلې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې دي او پرمختللي جنګي تجهیزات یې راوړي دي.

امریکا د سرتېرو د ایستلو بهیر د ساتنې لپاره اضافي عسکر هم په افغانستان او سیمه کې ځای پر ځای کړي دي.

د یادونې ده چې د امریکا پوځي ویبپاڼې میلیټري بلوګ راپور ورکړی دی چې امریکا دوه اضافي B-52 بم غورځوونکې الوتکې قطر ته استولې دي څو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ملاتړ وکړي.

راپور کې راغلي چې امریکا غواړي له افغانستان څخه د امریکایي او ایتلافي ځواکونو ایستلو بهیر په منظم او مسوولانه توګه ترسره کړي نو ځکه یې په دې وروستیو کې د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر د څار او ملاتړ لپاره اقدامات ډېر کړي دي.

راپور زیاته کړې، چې دغه دوه اضافي پرمختللې جنګي الوتکې اوس قطر ته رسېدلي دي او د اړیتا په صورت کې به ترې ګټه واخیستل شي.

د ویلو ده چې امریکا د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده او پرون یې راپور ورکړی دی چې دغه بهیر په ښه ډول پر مخ روان دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي