ژباړه
عمار (رض) د یاسر او بيبي سمیې زوی و. هغه مهال چې حضرت محمد (ص) دعوت پیل کړ، مور او پلار یې مسلمانان شول. عمار هم د حضرت محمد (ص) نږدې ملګری و. یاسر او بيبي سمیه د ابوجهل له لوري تر خورا ډېرې ځورونې وروسته، شهیدان شول.
عمار بن یاسر چې کله د مور دا بد حالت لیده ورته ځورېده، هماغه و چې حضرت محمد (ص) لومړی د صبر توصیه ورته وکړه او بیا د جنت غوښتنه ورته وکړه.
عمار پر خدای ج بشپړ ایمان او یقین درلود. د اسلام پر وړاندې ژورلید درلود او سم یې لوستی/ منلی و. د له همدې کبله یې فتنې ژر پېژندلې او د حق په تبیین کې یې خورا مهمه ونډه لرله.
عمار د لېږد/ هجرت پر مهال تل د اسلام ملاتړی او په غزواتو کې یې ګډون کړی و.
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته، د اهل بیت ملاتړی او د لومړي خلیفه پر وړاندې یې مخالف دریځ لاره.
د دویم خلیفه په وخت کې د کوفې حاکم و. د عثمان رضی الله تعالی عنه په وخت کې د هغو کسانو له ډلې و چې د عثمان رض د حکومتولۍ پر تګلاره یې نیوکې کولې.
د حضرت علي رض په وخت کې د هغه سرسخته پلوی و. په جمل او صفین جګړو کې یې د علي رض ملاتړ وکړ او همدې لاره کې شهید هم شو.