اندونیزیایي پوځ ویلي چې د دوی ډوبه شوې کښتۍ پیدا شوې او ټوله دري پنځوس کسیزه سورلۍ یې مړه شوې ده.
د اپرېل پر 21مه له اندونیزیایي سمندري بېړۍ سره اړیکه پرې شوه. دا سمندري بېړۍ چې ( نانګالا – 402) نومېده، هغه مهال ورکه شوه چې په بالي جزیره کې پر پوځي تمرین بوخته وه.
اندونیزیایي لوړپوړي چارواکي (هادي تجاهجانتو) په یوه رسنیزه غونډه کې ویلي چې د دې کښتۍ په موندلو کې یې له سنګاپوره هم مرسته غوښتې وه. تر څېړنې او پلټنې وروسته د کښتۍ له څو بېلو شویو برخو سربېره یوه جوړه جامې چې لامبو ته کارول کېږي، هم پیدا شوې دي.
ویل کېږي چې دا جامې یوازې په بېړنیو حالاتو کې کارول کېږي او معمولا په یوه پاکټ کې وي. دا جامې چې بې پاکټه وې؛ نو ښایي چې خدمه وو به د تېښتې هڅه کړي وي؛ خو بریالي شوي نه دي.
دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړې چې د دې پېښې لامل انساني نه، طبیعي یا چاپېریالي سانحه وه.