د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ، پښتو ته په څه مانا ؟

 

پښتو ژبه اوس يوازې او يوازې د دې ژبې د ورځې پورې محدوده شوې؛ چې د پښتو ژبې ځينې ليکوال او ويونکي هم د پښتو ژبې ورځ پر ټولنيزو رسنيو يو بل ته په مبارکيو ورکولو او پر دې تېر وي چې پښتو د جلال و جمال، د ښايستونو ډکه او خوږه ژبه ده او بس ـ خو له بده مرغه چې د پښتو ژبې د پرمختګ، پراختيا او قوت لپاره يې هېڅ بنسټيز کار نه دى کړى، دلته مې موخه دا نه ده چې ګوندې په پښتو ژبه کې هېڅ کار نه دى شوى، منم چې له نورو ژبو پښتو ته ژباړې شوي دي، کتابونه پرې ليکل شوي دي او نور ډېر کار ورته شوى، خو دلته مې مطلب دا دى چې ولې پښتو ژبه وروسته پاتې ده، هېچا د پښتو ژبې د دفتري کولو او درباري کېدو لپاره هڅه ونه کړه، چې پښتو ژبه هم د نورو ژبو په څېر د مکتوب او دربار ژبه شي.

که پښتانه د خپلې ژبې د غښتلتيا او بډاينې لپاره غږ پورته نه کړي، حقونه به ترې اخيستل کېږي، ژبه به يې په تدريجې ډول له منځه ځي؛ ځکه پښتو د څو ګوتو په شمار خواخوږو او مبارزينو پرته بل هېڅوک نه لري چې پوښتنه يې وکړي.

زه دلته پر پښتنو ناره کومه چې اى ! ويده پښتنو شرم درته په کار دى، چې لږکيو يا اقليتونو درنه د دولت حساس پوستونه اشغال کړي او د خپلو حقونو په نامه يې له هر ډول مبارزې لاس وا نه خيسته چې اوس په مرموز او تدريجي ډول د پښتانه قام هويت او پېژندنه تهديدوي، ځانونه يې درباندې حاکم او تاسې يې محکوم کړئ، زه له تعصب پرته دا خبره کومه که د اکثريت او اقليت خبره شي؛ بيا خو له شک پرته چې پښتانه زيات او د فارسي ژبې ويونکي کم دي، خو بيا هم پښتو د مکتوب او دربار ژبه نه شوه، په دفترونو کې يې څوک لا هم نه پېژني او نه ورته اهميت ورکول کېږي، يوازې فارسي ژبه دفاترو کې اوړي راوړي.

زه به دا په زغرده ووايم چې د هېواد په اساسي قانون کې پښتو ژبه رسمي او ملي ژبه وه، خو متاسفانه چې د پښتو په جامه کې تش په نامه پښتانه مشرانو او هغو پښتنو چې شخصي ګټې او څوکۍ يې په خطر کې ونه لویږي؛ د پښتو ژبې برم له خاورو سره خاورې کړ.

د احمد شاه بابا له واکمنۍ څخه را وروسته هېڅ داسې دربار ونه ليدل شو، چې د فارسي په څېر دې بشپړ پښتو وي ، که څوک دا دليل راوړي چې اوس په اساسي قانون کې پښتو او درې دواړه ملي ژبې دي نو بيا دې مهرباني وکړي اداراتو کې دې په دواړو ژبو ورځنۍ چارې مخته يوسي.

هېچاته به دا اجازه ورنه کړمه چې پر ما د نشنليست، ژبپال او فاشيست ټاپه ووهي، بايد وويل شي چې د احمد شاه بابا له واکمنۍ وروسته تش په نامه پښتنو مشرانو د څوکۍ د ساتلو په پار پښتو بې قدره کړه او د همدغه واکمنو د عملونو په پايله کې پښتو ژبه او پښتانه له دربار او دفتري چارو لرې او فارسي ژبو يې ځاى ونيوه ـ په اوسنيو حالاتو کې پښتنو ته په کار ده چې دربار او مکتوب کې پښتو ته د ځاى پيدا کېدو لپاره سپېڅلې مبارزه پيل کړي او خپلې دغه برحقې مبارزې ته تر هغې دوام ورکړي او کرار کېنني چې پښتنو او پښتو ته يې ټول حقه حقوق نه وي ترلاسه کړي.

 

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي