واده د ژوند د پایښت قانون دی او د ژوند د شریک ټاکنه د هر فرد په ژوند کې یوه پېچلې او مهمه مسئله ده. په مناسب ګډ ژوند کې جوړې، هوساینې، آرامتیا، ودې او اړین ویاړ ته لاسرسی پیدا کوي، خپل خلاقیت ښکاره کوي او دغه راز خپل هویت بشپړوي.
که غواړئ ښه او سالم ګډ ژوند ولرئ او د ژوند شریک مو دا حس کړي، چې هغه له خپل ځان سره برابر ګڼئ او احساساتو ته یې ارزښت ورکوئ، کله چې غواړئ د هر څه حتا د ورځنیو مسایلو په اړه تصمیم ونیسئ، د خپل ژوند د شریک نظریاتو ته په کافي اندازه ارزښت ورکړئ، که داسې چلند وکړئ، چې ګواکې باورونه یې مهم نه دي یا تل وروستۍ خبره تاسو کوئ، نو په حقیقت کې ګډ ژوند به مو له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.
هرومرو د خپل ژوند د شریک لید لورو ته د خپلو لیدلورو په اندازه ارزښت ورکړئ او جدي یې ونیسئ. د خپل ژوند د شریک خبرو ته په فعالانه توګه غوږ ونیسئ او دا حس هغه ته ور ولېږدوئ، چې درته مهم دی.
کوښښ وکړئ مهربان واوسئ، مینه وکړئ او د خپل ژوند شریک درک کړئ، که بده ورځ مو تېره کړې ده، خپله ټوله غوسه مو په هغې تشه کړې ده، نو هرومرو ترې بښنه وغواړئ؛ پرځای د دې، چې د خپل ځان او د خپلو غوښتنو په اړه فکر وکړئ، هغې ته هم ارزښت ورکړئ.
د ګډ ژوند هنر کتاب زما د دوو کالو د هڅو او هاند پایله ده، د دې ارزښتمن کتاب د چمتو کولو لپاره مې د ګډ ژوند په برخه کې له بېلابېلو معتبرو سرچینو او وېبپاڼو څخه د نړۍ د بېلابېلو مشهورو پوهانو مقالې خوږې پښتو ژبې ته را ژباړلي او د کتاب په بڼه یې ستاسو په مخکې ږدم.
په دې هیله، چې دا کتاب تر یوه بریده د ګډ ژوند په برخه کې ستاسو ستونزې حل کړي او د یوه لارښود په توګه درسره مرسته وکړای شي.
د ګډ ژوند هنر کتاب په ۳۶۹ مخونو کې د سید فیصل خپرندویې ټولنې له خوا په ښکلي او لوړ صحافت چاپ او بازار ته وړاندې شو.
دا کتاب له لاندې کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کولای شئ:
کابل پوهنتون انجینري دروازې ته مخامخ سید فیصل خپرندویه ټولنه.