د خوست د پوهنې اتل

رنګین تجريدي ډیزاین

د خوست د تڼیو ښکلي سیمه لکه یوه ډبرینه کلا ده چې په تورو غرونو کې راګیره ده او ددغو غرونو په سرونو شنې غرنۍ اونې لکه د مولانا رومي د صوفیانه دربار سبز پوشه ملنګان د نرمې هوا موسیقۍ ته عارفانه نڅا کوي یوه ورځ چې روښانه لمر په خپلو سپینو لاسونو له دې سیمې د شپې تور څادر ټول کړ نو یو د راڼه زړه څښتن سړی وکیل شاه له خپله کوره راووت چې د نظر باز یې درې لوړې ژورې کچ کولې تر څه وخت وروسته یې د ښوونځي پر ماشومانو د لطف نظر پریوت غره په یوه ډډه کې ګڼې وړې نجونې او هلکان تاوده لمر ته ناست وو وکیل شاه ته هغه ماشومان وریاد شول چې په نورو سیمو کې یې په ښکلیو درسي ودانیو کې لیدلي وو زړه یې نری درد وکړ او رڼې سترګې یې په اوښکو لمدې شوې لاړ او په خپله ځمکه کې په کروند ګرۍ بوخت شو خو سترګې یې لا هم نمجنې وې ښايي د وکیل شاه له اوښکو سره د شینکي اسمان زړه هم ډک شو د غرونو پر سرونو تورې وریزې راغلې او د فلک اوښکو د شړکنده باران بڼه غوره کړه وکیل شاه هم خپل بیل په اوږه کړ او په چابکو قدمونو د خپلې جونګړې په لور روان شو چې ښوونځي ته ورسید ویې لیدل چې ماشومان لونده خیشته خپلو کورونو ته منډې وهي او له ځينو یې کتابونه او کتابچې پاتې شوې وې چې رنګونو یې د اوبو رنګ هم تور کړی و، وکیل شاه نور هم وځوریده کور ته لاړ او د سوچونو په دریاب لا هو شو او دا فکر یې پیل کړ چې څنکه د خپل کلي تنکي او ګلونه ماشومان د تاوده لمر له سوځونکي تاوه او د شړکنده بارانونو له اوبو ژغورلی شي په کور کې یې اوبه ډنډ شوې وې غوښتل یې چې لاره ورکړي خو ور یاد شول چې بیل یې په پټې کې پاتې دې چې پټې یې وریاد شو لکه خپله ورکه یې چې موندلې وي موسکی شو او له ځان سره یې وویل ولې خپله دغه ځمکه د نجونو ښوونځي ته نه وقف کوي هماغه و چې د کلي له خلکو سره یې مشوره وکړه او د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت خپله ۲ جریبه ځمکه یې ځمکه یې ښوونځي ته ډالۍ کړه.

حکومت ښوونځيو ته ودانۍ جوړول غواړي خو په ځينو سیمو کې اړینه ځمکه نه وي که د وکیل شاه په څير نور اتلان هم پیدا شي او خپلې ځمکې د ښوونځيو لپاره وقف کړي د ځمکو د نشتوالي ستونزه به هواره شي. سره له دې چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې په خوست ولایت کې ۶۰ ښوونځي جوړ شوي د ۵۰ کار روان دی او ۳۰ نور پلان شوي دي خو لا هم په دغه ولایت کې ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري او ماشومان او ماشومانې د ژمي په سړو کې او د اوړي په ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې راټول وي او په ډیر کړاو سره درسونه وايي.

‏  له ۲۰۰۱ م کال راهیسې په افغانستان کې د ځينو شمېرې له مخې  ۱۳۰۰۰ ‏ښوونځي جوړ شوي چې بسنه نه کوي او اوس هم د هېواد شاوخوا ۴۶ سلنه ‏ښوونځي ودانۍ نه لري.‏

د تېر په پرتله  د خلکو مینه له پوهنې سره ډیره شوې، نفوس ډير شوی او له ‏بله پلوه د وخت په تیریدو له ګاونډیو هیوادونو نوي کډوال راستنیږي چې ‏ماشومان یې ښوونځيو ته ځي نو ځکه د ښوونځيو ودانیو ته اړتیا ډیره شوې که نور افغانان هم د وکیل شاه په څير اتلولي وکړي لرې نه ده چې د افغانستان ډیر ښوونځي د ودانیو لرونکي شي.

د همدې ستونزې د حل په موخه  د جمهور رییس محمد اشرف غني په حکم  د ‏کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر ‏سیوري لاندې د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۶۰۰۰ ښوونځي جوړول غواړي ‏چې د پوهنې په برخه کې د افغان زده کونکو دا بنسټیزه ستونزه هواره کړي. د ‏‏۶۰۰۰ ښوونځيو جوړولو چارې به په دوو پړاونو کې ترسره شي، چې په ‏لومړي پړاو کې به د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې  ۲۶۴۷ ښوونځي جوړ شي  او ‏پاتې هغه به یې په دویم پړاو کې ‏جوړ شي.‏

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري په تېر کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو ‏کې  ۷۵۵ ښوونځي جوړ کړي چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي په دې شمیر ‏ښوونځيو کې ۹۱۳۷۴۵ زده کوونکي زده کړه کوي او د دې ترڅنګ  ۶۶۰  نور ‏ښوونځي د جوړولو په حال کې دي او کار یې روان دی ددې شمیر ښوونځيو په ‏جوړیدو سره به ۶۹۳۳۶۹ تنه زده کوونکي د ښوونې او روزنې له وړ چاپیریاله ‏برخمن شي.

سربیره پر دې د کلیو بیا رغونې او پراختیا د وزیر د هڅو په پایله کې د سعودي ‏عربستان حکومت هم په ۱۰ ولایتونو کې ۶۰۰ ښوونځي جوړوي.‏

چې دا ټول ښوونځي جوړ شي د لسیزو لپاره به د ښوونځيو د ودانیو د نشتوالي ستونزه هواره شي ټول ماشومان به په وړ درسي چاپیریال کې زده کړې کوي او د وکیل شاه په څير خلکو د اتلولۍ ترانې به وا يي او نوم به یې له یو نسل بل ته د پوهنې د ډګر د یو سپیڅلي میراث په توګه لیږدوي.