ولسمشر غني د جمهوریت له روغتون لیدنه وکړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ولسمشر محمداشرف غني د جمهوریت روغتون د وضعیت ارزولو په موخه تېر ماښام دغه روغتون ته ولاړ.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ولسمشر غني د دغه روغتون د عمومي وضعیت د ارزولو تر څنګ په دې روغتون کې د بستري ناروغانو د احوال پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د ښې رسیدګۍ او پاملرنې په موخه د روغتون
مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې له ولسمشر سره د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي هم ملګری و، لومړی د روغتون رییس محمدالله علیشنګي د روغتون د عمومي وضعیت او د ناروغانو د وضعیت په اړه ولسمشر ته مالومات ورکړل، او وروسته ولسمشر د روغتون د کارکوونکو فعالیتونه وستایل او هغوی ته یې د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو په اړه لارښوونې وکړې.

خبرپاڼې همدا راز ویلي، چې د لیدنې په پای کې د روغتون کارکوونکو ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د روغتون د ښه‌والي او ناروغانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به خپلې هڅې نه سپموي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي