روسیه: په ځنډ د سرتېرو ایستل د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

روسیې هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دوحې له هوکړې سره سم باید تر مې میاشتې امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي وی، خو دا چې امریکایي ځواکونه به په سپټمبر کې له افغانستان وځي د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

روسي چارواکو ویلي امریکایي ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان وتلي وای، خو اوس یې چې د دوحې هوکړه نقض کړې ددې احتمال شته چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شې.

روسیې تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې امریکایي ځواکونه دې د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستان ووځي.

روسیه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بايډن له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د اېستلو پرېکړه اعلان کړه.

بايډن وايي:« د القاعدې مشر لس کاله وړاندې ووژل شو او وخت د دې راغلی چې خپل سرتېري بېرته امریکا ته راستانه شي.»

هغه وویل چې د امريکايي ځواکونو وتل د مې مياشتې په لومړۍ نېټې پيليږي او د سپټمبر ۱۱مې نېټې پورې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

بايډن ټينګار وکړ چې د سرتېرو له اېستلو وروسته به هم افغانستان سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د امریکا ددفاع وزیر وایي د افغانستان په ګډون د نړۍ په هره سیمه کې د هر ډول احتمالي ترهګریز ګواښ پر وړاندې اقدام کولی شي.

آسټین مېلر په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده خو دا په دې مانا نه ده چې ترهګرو ته به د فعالېدو او پرمختګ اجازه ورکوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي د افغانستان په ګډون له هر هېواد چې امریکایي ځواکونه وځي، خو د اړتیا په صورت کې په بېړه اقدام کولی شي.

هغه زیاته کړې د نړۍ پر سر داسې ځای نشته چې د خطر د پیدا کېدو په صورت کې امریکا یا ملګري یې هغه ځای ته و نه شي رسېدلی او خطر له دفع نه شي کړلی.

آسټین مېلر ټينګار کړی چې دوی به د نړۍ په هر ګوټ کې د ترهګرو پر ضد پر وخت اقدام کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي