پنجاب لوبه او سنجو سمسن زړونه وګټل

رنګین تجريدي ډیزاین

د آی پي اېل څلورمه لوبه د راجستان رایلز او پنجاب کېنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

راجستان د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه وکړه.

د پنجاب لوبډلې د کی اېل راهول د ۹۱ منډو، د ډیپک هوډا د ۶۴ منډو او د کرېس ګېل د ۴۰ منډو په مرسته ۲۲۱ منډې وکړې.

د راجستان لپاره چېټن شکاریا ۳ او کرېس مورېس دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د راجستان پیلیز توپوهونکي ښه ونه ځلېدل، بېن سټوکس په صفر او منن وورا په ۱۲ منډو وسوځېد.

خو لوبډلمشر سنجو سمسن د پنجاب بالرانو سخت وټکول؛ نوموړي په ۶۳ توپونو د ۷ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مرسته ۱۱۹ منډې وکړې او لوبه یې په ۴ منډو وبایلله.

د لوبې جریان

لومړیو کې د پنجاب لوبډله خورا چټکه روانه وه، ډیپک هوډا د روان آی پي اېل تر ټولو چټکه نیمه سلیزه ثبت کړه، هغه په دوو اورونوکې شپږ شپږیزې ووهلې او دې چارې هغه په شل توپونو پنځوسیزې ته ورساوه.

ورسره لوبډلمشر کی ایل راهول هم چټکه لوبه وکړه، چې په دې سره یې تر دې دمه د سږکال آی پي اېل تر ټولو لوړ هدف ۲۲۲ وړاندې کړ.

خو د راجستان لوبډلې له څلورم اوور اخوا داسې لوبه پیل کړه، چې ډېره پورې د بریا اطلاق پرې کېده، په اوولسم او او اتلسم اوور کې ډېره پورې د راجستان د بریا تله درنده وه او ۷۰ سلنه لوبه یې په لاس کې وه.

خو دې وخت کې د ریان پاراګ او بیا د تیواتیا سوځېدل د راجستان لپاره ملا ماتوونکي وو.

خو سنجو سمسون د شپږیزو په وهلو سره لوبه بیخي راجوړه کړه، داسې وخت راورسېد، چې په دوه توپونو پنځه منډې پاتې وې او دا مهال سمسون پنځم توپ ولوباوه، خو منډه یې ونه کړه او د وروستي اوور وروستي توپ ته په سټرایک و.

دا توپ ارشدیپ سېنګ ترسره کړ او سنجو سمسون د شپږیز په پار پورته کړ؛ خو پوله یا بونډري کې د ډیپک هوډا لخوا کېچ شو او په دې ډول لوبه پنجاب په ۴ منډو وګټله.

د لوبډلمشرانو اغېزناکه لوبه

لومړی د پنجاب لپاره خپل لوبډلمشر لوکېش راهول ذمه وارانه لوبه وکړه، په ۵۰ توپونو یې د ۵ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۹۱ منډې وکړې او ورپسې بیا سمسون د خپلې لوبډلې لپاره د مشر اننګز ولوباوه او په ۶۳ توپونو ۱۱۹ منډې وکړې.

خو ده خپلې منډې ۱۲۰ نه کړې او دې چارې د ده لوبډله له ناکامۍ سره مخ کړه او لوبډلې یې هم شل نه کړه او ماته یې وخوړه.

سمسون په آی پي اېل کې د راجستان لپاره ۲۰۰۰ منډې پوره کړې، اجینکیا رهانی د دې لپاره ۲۸۱۰ منډې او واټسن بیا ۲۳۷۲ منډې کړي دي.

بونډریانې

د پنجاب لوبډلې ټولې ۱۳ شپږیزې او ۱۸ یې څلوریزې ووهلې، چې ټولې یې ۳۱ پولې لوبولې وې.

د راجستان لوبډلې ۱۱ شپږیزې او ۲۲ یې څلوریزې ولوبولې، چې ټولې ۴۳ پولې وې او د دواړو لوبډلو پولې څلور اویا وې.

په آی پي اېل کې د زیاتو سلیزو جوړوونکي لوبغاړي

کرېس ګېل په آی پي اېل سیالیو کې ټولې ۶ سلیزې وهلي دي، ویرات کولي پنځه سلیزې وهلي دي، واټسن څلور او ای بي ډیویلیرس درې سلیزې جوړې کړي دي.

په یواځي ځان د زیاتو منډو جوړول

په دویمه پاڼۍ کې یو لوبغاړي په یواځې ځان تر ټولو زیاتې منډې په ۲۰۱۱ کې د چینای پر وړاندې د پنجاب لوبغاړي والتاټي کړې وې، هغه ۱۲۰ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

۲۰۱۱ کې ورېنډر سیواګ د ډيلي ډېئر ډیویلس لوبډلې لپاره ۱۱۹ منډې د ډکن چارجرز پر وړاندې کړې وې او ۲۰۲۱ کې سنجو سمسن د پنجاب پر وړاندې وکړې، خو دغو لوبغاړو د دې منډو په کولو سره لوبې نه دي ګټلي او بایللي یې دي.

هغه لوبغاړي چې زیاتې منډې یې کړي، خو بیا یې هم بریا نه ده خپله کړې

۲۰۱۸ کې رېشاب پنټ د ډیلي لپاره د حیدراباد پر وړاندې ۱۲۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې وګټله.

۲۰۲۱ کې سمسون ۱۱۹ وکړې او لوبه یې په بري پای ته ونه شوه رسولای.

۲۰۰۸ کې سیمونډز په نوم لوبغاړي ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې د ډکن چارجرز لپاره کړې وې، خو لوبه یې نه وه ګټلې او لوبه ترې راجستان ګټلې وه.