سي‌ان‌ان: طالبان په خپلو بریدونو د امریکا پاتې کېدو ته زمینه برابروي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

طالبانو تېره ورځ د کندهار پر هوایي ډګر توغندویي برید کړی دی او د ځاني او مالي زیانونو اړولو ادعا یې کړې ده.

سي ان ان د تېرې ورځې برید ته په اشارې ویلي چې طالبانو په تېره میاشت کې دوه ځلې هغه ځایونه په نښه کړي دي چې د متحده ایالاتو نظامي پرسونل او د سي ای اې مخفي مامورین په کې اوسېږي.

راپور کې راغلي چې طالبان په دې ډول بریدونو سره تاوان کوي ځکه چې دا ډول بریدونه به د بایډن د وتلو پلان لا پېچلی کړي.

راپور زیاته کړې، که چېرته طالبان غواړي چې امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي نو باید تاوتریخوالی کم کړي او له ورته بریدونو ډډه وکړي.

د راپور وروستۍ برخه کې راغلي چې دا ډول بریدونه امریکایي لوري ته دا پلمه په لاس ورکوي چې خپل ځواکونه د اوږدې مودې لپاره په دغه هېواد کې وساتي.

راپور کې دغه راز د امریکایي سرتېرو د حضور اوږدېدو په اړه د بایډن څرګندونو په اشارې ټینګار شوی دی چې امریکایي سرتېري باید خپلې دفاع ته په کلکه تیاری ونیسي.

د یادونې ده چې د امریکا دفاع وزارت د کندهار پر هوایي ډګر پرونی برید غندلی او ویلي یې دي چې کېدای شي دغه برید د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شي.

طالبانو پرون چهار شنبه پر کندهار هوایي ډګر راکټونه توغولي وو، خو تلفات یې نه درلودل.

د پنتاګون ویاند جان کربي ویلي، چې د طالبانو دغه کړنه د سولې د خبرو د زیانمنېدو لپاره ګواښ دی.

نوموړي ویلي، موږ دغه برید غندو او په دې باور یو چې دغه چاره د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د زیاتېدو پرېکړه ده.

امریکا ویلي، چې که څه هم د کندهار هوایي ډګر د امنیت مسوولیت افغان ځوکونو ته سپارل شوی دی، خو لا هم په دغه هوایي ډګر کې د ناټو او امریکا عسکر مېشت دي.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي