په افغانستان کې د تیموریانو دورې سیاستوال, سياست پوه او اديب ، د “امیر علي شیرنوای” د افکارو لوستلو درې ورځنی نړیوال کنفرانس پرون (چهارشنبه ، د حمل ١٨ چې د اپریل ٧ سره سمون خوري) په هرات ولایت کې پرانستل شو.
دغه کنفرانس د “علي شیر نواي” د زیږون ٥٨٠ کلیزې په وياړ جوړ شوی دى، چې د تنظیم کونکو په وینا د ازبکستان، ترکیې او تاجیکستان په ګډون د سیمې د لسو هېوادونو یو شمېر متخصصین او ” نواي پيژندونکي ” پکې برخه لري.
د پرانیستې مراسمو کې، ولسمشر محمد اشرف غني په خپره شوې ویډیو پیغام کې وویل:
” د تمدنونو او سیمو په همکارۍ کې د فرهنګي شخصیتونو او کلتوري شخصیتونو رول مهم دی” .
ښاغلي غني د امیر علي شیر نواي نمانځغونډه “د هېوادونو تر منځ د همکارۍ د مهم فصل پيل نمانځل” وبلل او زیاته یې کړه چې د سیمې هېوادونه کولی شي د سیمه ییزې همکارۍ په رڼا کې د تیر مقام حیثیت او عظمت په ځای کړي. هغه زیاته کړه، چې د ورېښمو لار په اړه د افغانستان لید اقتصادي او کلتوري دی.
په افغانستان کې د ازبکستان ځانګړې استازي “عصمت الله ارګاسوف” د ازبک ولسمشر “میرضياء يویف” پیغام هم ولوست، چې د پیړیو راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې او ملګرتیا او د امکان تر حده یې د دوام او پیاوړتیا ته اشاره کړې وه.
هغه زیاته کړه، چې د ازبکستان او هرات ولایت ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې به په نږدې راتلونکي کې پراختیا ومومي، چې دا به د هرات په ښار کې د ازبک قونسلګرۍ د پرانیستلو لامل هم شي.
د ننني کنفرانس د تنظیموونکو په وينا؛ د “ګوهرشاد بيګم” باغ د بیارغونې چارې به ډېر ژر د ازبکستان هېواد په مالي ملاتړ پيل شي. د “ګوهرشاد بيګم” باغ هغه ځای دى، چیرې، چې د ګوهر شاد بيګم او علي شير نواي زيارتونه دي.
ویل کېږي، چې د ١١ هېوادونو څخه د امیر علي شیر نواي په اړه ٣٠٠ مقالې دې کنفرانس ته رسیدلي، چې په پای کې به خپرې او د کتاب په توګه به په ګډون والو وويشل شي.
امیر علي شیر نواي (په ٨٤٤ ه ق کال کې په هرات کې زیږیدلی او په ٩٠٦ ه ق کال په هرات کې وفات شو)
د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال یو مشهور شاعر، ساینس پوه او سیاست پوه ؤ، او د تیموریانو پاچا، “سلطان حسین بیقره” یو له باوري خلکو څخه و، چې په اوومه او اتمه میلادي پیړۍ کې د نړۍ د مشهورو شخصيتونو څخه شمېرل کېږي.
امیر علي شیر ته منسوب د کتابونو شمېر له ٣٠ څخه تر ٩٠ پورې دي. چې په فارسي، ترکي او جغتائي ژبو لیکل شوي دي.
امير علي شير نواي د ترکي او جغتايي ادبیاتو د بنسټ ایښودونکو په توګه هم یاد شوى دى.
امير علي شير نواي په هرات کې زیږیدلی او په هرات کې د ٥١ کلنۍ په عمر سترګې پټې او په هرات کې ښخ کړل شو.