د پکتیا ځایي چارواکي وايي چې وسلهوالو طالبانو په دغه ولایت کې د یوه واده پر مراسمو برید کړی او د زوم پلار یې وژلی.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري رسنیو ته وویل: “وسلهوالو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې د یوه قومي مشر په کور هغه مهال برید وکړ چې د واده مراسم پهکې روان و.”
ځایي چاروکو زیاته کړې چې د برید پر مهال د زوم پلار چې قومي مشر و، وژل شوی او درې تنه نور مېلمانه یې ټپیان شوي دي.
امیري همدا راز ویلي، سیمې ته د افغان ځواکونو په رسېدو سره په ځوابي ډزو کې یو وسلهوال وژل شوی او یو بل ټپي دی.
په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ په یوه بله سیمه کې هم وسلهوالو طالبانو د پاڅون کوونکو د یوه قوماندان په کور برید کړی چې په نتیجه کې یې یو ځوان ټپي شوی او په ځوابي ډزو کې یو وسلهوال وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې په هیواد کې د وسله والو طالبانو له خوا ورته پیښه رامنځته کېږي بلکې له دې وړاندې څو څو ځله پر عامو خلکو بریدونه ترسره شوې او ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.