د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي په دوحه کې له امریکایي نظامي چارواکو سره کتلي دي.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو بحث شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې افغان مذاکراتي پلاوي له مېلر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید ژر تر ژره اوربند رامنځ ته شي او بیا دې په مذاکراتو کې نورو پرمختګونو ته زمینه برابره شي.
دواړو لورو اوسنی تاوتریخوالی هم د جدي اندېښنې وړ بللی دی.
میلر داسې مهال له مذاکراتي پلاوي سره ګوري چې په دوحه کې خبرې دمګړی په ټپه ولاړې دي او ټاکل شوې چې په نږدې اونیو کې د ترکیې کنفرانس د افغان سولې په تړاو جوړ شي.
میلر داسې مهال له مذاکراتي پلاوي سره ګوري چې په دوحه کې خبرې دمګړۍ په ټپه ولاړې دي او ټاکل شوې چې په نږدې اونیو کې د ترکیې کنفرانس د افغان سولې په تړاو جوړ شي.
د یادونې ده چې امریکا له طالبانو غوښتي چې د شپږو نورو میاشتو لپاره د سرتېرو د حضور موده وغځوي.
طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي امریکا په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې یې د سرتېرو حضور دوام وکړي او ددې موضوع په اړه یې له طالبانو سره هم خبرې کړې دي.
سرچینه وایي امریکا غواړي چې د سرتېرو د حضور موده یې شپږ میاشتې نوره هم وغځول شي خو تر اوسه طالبانو په دې اړه دوی ته د هو ځواب نه دی ویلی.
سرچینه وایي طالبان بیا له امریکا غواړي چې په لومړي سر کې یې اووه زره بندیان خوشي کړل شي او همدا راز یې دې د مشرانو نومونه له تور لېست و ایستل شي.
تر اوسه طالبانو او یا هم امریکا په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د امریکا ولسمشر جو بايډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا په ډاګه کړې چې تر راتلونکې مې پورې یې د سرتېرو ایستل ناشونی کار دی.