افغانستان کې ایراني زعفرانو د وطنيو بازار خراب کړی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

هرات کې د زعفرانو یو شمېر کروندګر او سوداګر هېواد ته د ایراني زعفرانو پر وارداتو او د نړۍ هېوادونو ته یې د افغانستان په نوم صادراتو نیوکې کوي او وايي، افغانستان ته د ایراني زعفرانو واردات د افغاني زاعفرانو د بیې د ټیټوالي لامل شوي دي.

د هغوې په وینا، اوس د هرات په بازارونو کې یو کیلوګرام زعفران له ۳۰ تر ۴۰ افغانیو پلورل کېږي چې په خبره یې، په تېرو کلونو کې یې بیه له ۷۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې وه.

د هرات بزګرانو زیاته کړې، له ایران څخه افغانستان ته د زعفرانو واردات ددې لامل شوي چې د درې کاله پخوا په پرتله د زعفرانو په بیه کې له ۵۰ سلنې ډېر کموالی راشي.

بزګران افغانستان ته د ایراني زعفرانو پر واردېدو او د افغانستان په نوم یې د نړۍ نورو هېوادونو ته پر صادرېدو نیوکه کوي او وايي، د ایراني زعفرانو واردېدو په بازارونو کې د افغاني زعفرانو د بیې پر ټیټوالي مستقیم اغېز کړی دی.

د افغانستان د زعفرانو اتحادیې د څارنې برخې غړي کماالدین عليزي هم په دې هکله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې مسؤلین باید له هغو کسانو سره سخت چلن وکړي چې له بهره افغانستان ته زعفران را واردوي.

د علیزي په خبره، افغانستان اوس د زعفرانو د پیازو په برخه کې هم پر ځان بسیا شوی او اړتیا نشته چې له نورو هېوادونو یې راوړي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي بیا ویلي چې د ګمرک رئیس، کمیسارۍ، د لویو لارو پولیسو او څارونکو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې که په هر ډول کېږي، قاچاقي توکي ونیسي، ویې سوځوي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې ده چې د افغانستان زعفرانو په ۱۳۹۹ کال کې د نړۍ په کچه لومړی مقام وګاټه او کروندګرو اوس تر ډېره د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.

زعفران یو له هغو ګټورو بوټو څخه دی چې په ډېری شیانو کې ترې استفاده کېږي.

هیره دې نه وي چې د افغانستان زعفران ځینې هېوادونو ته انتقالېږي چې د نړۍ ډېری خلکو خوښ کړې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي