طالبان: د افغانستان په ټاکنو باور نه لرو او نه په کې برخه اخلو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

وروسته له هغه چې رسنیو ته د ارګ له د ننه نه ځينو سرچینو داسې معلومات ورکړل چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني د ترکيې کنفرانس ته داسې طرح وړاندې کوي چې له مخې به یې په شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او طالبان به هم ورته راځي، خو تازه طالبانو ویلي چې په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د راتلونکي نظام په هکله پرېکړه به په قطر کې کېږي او هغه څه چې دوی غواړي په ټاکنو نه کېږي.

مجاهد زیاته کړې، په تېرو دوو لسيزو کې څو ځله ټاکنې ازمايل شوې دي، خو په خبره یې هر ځل يا فساد پکې شوی يا د ولس پر رايو معاملې شوي دي.

نوموړي ویلي، دوی د ټاکنو پر پروسه باور نه لري او نه هم برخه پکې اخلي.

ټاکل شوې چې څه موده وروسته به په ترکيه کې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس جوړ شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني دغه کنفرانس ته طرح وړاندې کوي چې پر اساس به يې طالبان اوربند کوي او حکومت به په شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې کوي، خو ولسمشر غني او دواړه مرستیالان یې په کې ګډون نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ارګ ځینو سرچېنو رسنیو ته وویل، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه یوه نوې طرحه امریکایي چارواکو ته سپارلې ده.

د سرچینو په وینا ولسمشر دې نوې طرحه کې د اوربند، د سولې د حکومت او دغه راز د وخت مخکې انتخاباتو وړاندیز کړی دی.

دریو لوړ پوړیو افغان چارواکو ویلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني پلان لري چې په را روانو شپږو میاشتو کې د جمهوري ریاست لپاره نوي انتخابات اعلان کړي.

د رویټرز خبري اژانس د دغو افغان چارواکو له خولې، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، لیکلي دي چې دا د ولسمشر غني د سولې نوی پلان دی.

په ورته وخت کې د ارګ يوه لوړپوړي افغان چارواکي ویلي چې ولسمشر غني به د ترکیې په کنفرانس کې دا طرحه وړاندې کړي.

تر دې وړاندې او د دې طرحې تر منل کېدو سمدستې وروسته به د اشرف غني‌ اوسنی روان حکومت د سولې د حکومت په نوم خپل کار ته تر انتخاباتو پوري دوام ورکړي.

د سرچینې په خبره طالبان تر انتخاباتو مخکې تر يوه ميکانیزم لاندې د سولې د حکومت غړي کېدای شي.

سرچینه زیاتوي، طالبانو ته به وزارتونه او ریاستونه ورکړل شي او جنګيالي به یې د افغان ځواکونو په ليکو کې ورګډ شي او په دې اړه هم خبرې کېدای شي چې طالبانو ته په ملي شورا او حکومت کې څومره ونډه ورکول کېدای شي.

سرچينه دغه راز زیاتوي چې ولسمشر غني دا وړاندیز هم کړی چې په وختي ‌کېدونکو انتخاباتو کې به نه دی کاندیديږي او نه هم د ده مرستيالان، امرالله صالح او سرور دانش.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ولسمشر دا طرحه امريکايي چارواکو ته سپارلې او هغوی ورته ويلي‌ چې په خپلو کې به سلا مشورې ورباندې وکړي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې ولسمشر غني د موقت حکومت په اړه د امریکا وړاندیز رد کړی دی.

سرچینې وايي، ولسمشر غني له هر هغه حکومت سره مخالفت کړی چې په غیر دیموکراتیکه طریقه واک ته رسېږي.

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې په خپله ولسمشر غني وویل که طالبان سبا راشي دی اماده دی چې له وخته مخکې انتخابات وکړي.

خو هغه په وار وار ویلي دي چې له انتخاباتو پرته واک خپل بل ځای ناستي ته نه انتقالوي.

څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې خبرداری ورکړ که د سولې بهیر چټک نکړي، له طالبانو سره جګړې ته به یوازې پاتې شي.

خو ښاغلي غني ویلي دي چې«عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر اساس مخکې ځو».

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي