طالبانو امریکایانو ته د اورکم یوه طرحه سپارلې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپله یوه تازه مرکه کې
ویلي دوی څه موده وړاندې امریکایانو ته د اورکم یوه طرحه سپارلې ده چې له مخې به یې دواړه لوري عملیات کموي او د جګړو په کچه کې به کموالی راځي.

بلخوا د طالبانو مشرتابه ته نږدې سرچینو هم ویلي چې دوی د اورکم یوه طرحه امریکا ته سپارلې ده او په دوحه کې له زلمي خلیلزاد سر هم خبرې ورباندې شوې دي خو تر دې دمه پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

هغه وايي له اورکم یې موخه دا ده چې د سولې لپاره مناسبه فضا رامنځ ته کړل شي.

تر دې وړاندې هم امریکا ویلي وو چې له طالبانو سره د یوه نوي ورځني اورکم یا اوربند پر رامنځ ته کېدو خبرې روانې دي.

په ورته وخت کې امریکا او افغان لوري پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني په ارګ کې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ جیمز آسټین سره کتلي دي.

د پنټاګون مشر په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو غوښتونکي دي او ددې ملاتړ کوي چې دلته دیپلوماتیکې هڅې ګټورې تمامې شي.

آسټین وایي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او امریکا په دې برخه کې پوره همکاري کوي.

دواړو لورو همدا راز د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه هم اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی چې د جګړې پر ځای باید د سولې خبرې چټکې کړل شي.

ولسمشر غني او آسټین همدا راز ویلي چې یوازې عادلانه سوله افغانستان ته دایمي او تلپاتې ثبات راوستلی شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي