د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې له طالبانو سره د دوحې هوکړه کې جامع او په ښه توګه مذاکره نه ده شوې او په خبره یې یاد هوکړه لیک خورا نیمګړی دی.
نوموړي له اې بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته په اشارې ویلي چې ښایي له دغه هېواد څخه د سرتېرو وتلو ضرب الاجل وغځول شي خو ټینګار یې کړی دی چې امریکایي ځواکونه به ډېر وخت په افغانستان کې حضور ونه لري.
نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې په تېره دوره کې د امریکا او افغان دولت ترمنځ یو څه فاصله رامنځته شوې وه خو زیاته کړې یې ده چې، دوی د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه له افغان دولت سره په مشورو بوخت دي.
په ورته وخت کې د ناټو سازمان ویلي، د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پرېکړه کوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ خبریالانو ته په یوه انلاین غونډه کې ویلي چې لا هم د افغانستان وضعیت ارزوي.
د هغه په خبره لا هم دوی په دې بوخت دي چې د دوحې هوکړه او د افغانستان وضعیت و ارزوي او تر هغه وروسته به د مې تر لومړۍ نېټې پورې پر ټاکل شوې ضرب الاجل پرېکړه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې راتلونکې اونۍ د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه ده او په دې کې به پرېکړ کېږي چې سرتېري له افغانستان وباسي کنه.
تر دې وړاندې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې ناټو بریالۍ نه شوه چې د افغانستان په اړه خپل وروستی دریځ روښانه کړي.
په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې هیله لري افغانستان ژر تر ژره سولې ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې، خوښ دی چې پاکستان د افغان سولې برخه کې خپل رول ادا کړی دی او په دغه هېواد کې د جګړې ختمولو لپاره د دوی هڅو تر اوسه پورې ښه پایله ورکړې ده.
عمران خان زیاته کړې، افغانستان کې نا امنیو د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې سړې کړې خو په خبره یې د افغان سولې لپاره دوی کوټلي ګامونه پورته کړي دي او هڅه یې کړې چې نور باید د افغانستان جګړه پای ته ورسول شي.
نوموړي ویلي، نور په افغانستان کې د جګړې دوام نه دی په کار او په دغه هېواد کې روانه جګړه باید د خبرو اترو له لارې ختمه شي.
عمران خان څرګنده کړې، که څه هم افغان دولت او امریکا فکر کوي چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي خو د ده په وینا دوی پر طالبانو دومره نفوذ نه لري چې خپلې پرېکړې ورباندې ومني.