مګان: په شاهي کورنۍ کې نژادي تبعيض پالل کېږي، یو ځل مې د ځان وژنې هڅه هم کړې وه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

 

لیکنه:  مهر تاج

د برېټانيې د شاهي کورنۍ پخوانۍ نږور ميګان “مارکل” او خاوند يې شهزاده “هيري” چې اوس له شاهي کورنۍ بېل  او جلا ژوند کوي، د امريکا د CBS ټلويزيون له مشهورې وياندې “اوپرا وينفرې” سره د خپل ژوند په اړه جالبې خبرې شريکې کړي دي.

د “ميګان مارکل” او شهزاده “هيري” دا مرکه دې ورځو کې پر انټرنيټ تر بلې هرې ويډيو ډېره کتل کېږي او جنجالونه يې راپورته کړي.

IMG-20210311-WA0025.jpg

دا دوه ساعته مرکه د دوشنبې په شپه په انګلستان کې په ITV کې هم خپره شوه. او تر ١٢ ملیونو ډېر لیدونکي يې درلودل. دا مرکه یوه ورځ دمخه په متحده ایالاتو کې خپره شوې وه ،او په اوسط ډول يې ١٧ ملیونه لیدونکي يې درلودلي و.

ميګان په خپله مرکه کې وايي؛

په شاهي کورنۍ کې نژادي تبعيض پالل کېږي او مخکې تر دې چې زما زوی نړۍ ته راشي، شاهي کورنۍ سخته پرېشانه وه، چې د زوی رنګ مې هم زما غوندې تور نه وي. ميګان وايي، ملکې “اليزابت” له دې امله زما زوی ته د شهزاده لقب ورنه کړ چې مور يې سپين پوستې نه وه. ميګان زياتوي، په شاهي کورنۍ کې د ډېرو رواني خنډونو او ستونزو له امله يې يو ځل د ځان وژنې نيت هم کړی و، خو د شهزاده “هيري” ډاډ او مرستې له دې کاره راوګرځوله.

IMG-20210311-WA0024.jpg

 

ـ د برېټانیې د کارګر ګوند مشر “سر کویر ستارمیر” په دې هکله وویل، د توکم پالنې او د شاهي  غړو د اروايي روغتیا لپاره د ملاتړ نشتوالي په اړه دا څرګندونې باید “خورا جدي” ونیول شي.

ـ لومړي وزیر “بوریس جانسن” پرته له دې چې د مرکې په هکله مستقیم نظر څرګند کړي وويل؛ ملکې تل د هېواد په يو موټي ساتلو کې مرسته کړي ده. او د تل غوندي يې ملکه وستايله.

له نوموړي وپوښتل شول چې؛ ایا هغه فکر کوي چې شاهي کورنۍ توکم پاله ده؟

ځواب کې یې وویل: “کله چې د شاهي کورنۍ خبره کېږي، نو د لومړي وزیر لپاره مناسب چلند نه دی، چې په دې هکله نظر څرګند کړي.”

IMG-20210311-WA0027.jpg

 

ـ تر ٢٠١٧م کال پورې، د شاهي کورنۍ ډیریو غړو له ملکې سره د دوی د خپلوۍ له امله د شهزاده لقب څخه خوند اخیستو، او د امتیازاتو بېلابېلې کچې ترلاسه کولې مثلا؛ د پولیسو لخوا مکمل محافظت او د دولت لخوا تمویل شوي لګښتونو کارول.

خو په ٢٠١٧م کال کې، شاهي دربار اعلان وکړ، چې د شهزاده لقب به نور اتومات نه وي او ملکه به د خپل اند په اساس پرېکړه کوي، چې څوک د دغه درانه لقب لايق دي او څوګ دا لقب زغملي او ساتلي شي.

IMG-20210311-WA0026.jpg

ـ د مرکې په اړه بله جالبه خبره دا ده، چې کوربنې “اوپرا وينفرې” د دې دوه ساعته مرکې په بدل کې له CBS تلويزيون نه ۹ ميليونه ډالر حق الزحمه اخيستې.