ولسمشر غني نن د امن او ثبات کنفرانس په پای کې ددغه کنفرانس له ګډونوالو سره کتلي دي او له دوی سره یې پر افغان سوله او ثبات خبرې کړې دي.
ولسمشر غني ټینګار کړی چې پاکستان باید د افغانانو پر وړاندې خپله نا اعلان کړې جګړه پای ته ورسوي او ژر تر ژره دې د سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.
د هغه په خبره پاکستان ته په کار ده چې ولسواک او خپلواک افغانستان ته درناوی ولري او اوسني وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.
ولسمشر غني دا هم وویل چې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو ترمنځ باید سوداګریزې اړیکې پراخې شي او په خبره یې افغان حکومت په دې برخه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی څو دواړو لورو ته پراته ولسونه په خپلو کې له اسانه لارو تګ راتګ او راکړه ورکړه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زید طرار په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
د نوموړي په وینا د امریکا په ګډون ټول اړخونه په دې باور دي چې د پاکستان له همکارۍ پرته افغانستان ته د سولې راوستل ګران کار دی.
هغه زیاته کړې لا هم د بایډن د نوې ادارې دريځ د افغانستان په اړه نه دی روښانه او دغه ادارې د سولې هوکړې بیا کتنې ته ادامه ورکړې ده، خو دوی په هر صورت کې د دوحې د بهیر ملاتړ کوي او ددې پلویان دي چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
هغه همدا راز ویلي چې د پاکستان حکومت د بایډن له ادارې سره اړیکه لري او دا اړیکه به د سولې په برخه کې هم ګټوره تمامه شي.