امریکا: افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له نویو لارو کار اخلو

سپینه تجريدي ډیزاین

امریکا ویلي دوی د افغان جګړې د ختمولو لپاره بېل انتخابونه ازمايي.

په سپينه ماڼۍ کې سرچینو دې هېل نشریې ته د وروستۍ طرحې په اړه ویلي چې دا د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه دی او نه هم پر نورو خلکو خپله پرېکړه تحمیلولی شي.

سرچینې زیاته کړې دا د هغو وړاندیزونو په لړ کې څو وړاندیزه دي چې افغانانو ته مخکې شوي او هڅه کېږي د افغان جګړې د پای لپاره یې پر سر بحثونه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، دا افغانان دي چې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.

ددغه وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، په افغانستان کې وروستۍ جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او افغانانو ته په کار ده چې ژر تر ژره د حل پر یوه اغېزناکه لار هوکړې ته سره ورسېږي.

د هغه په خبره امریکا هم په دې لټه کې ده چې وکړی شي افغان جګړه ختمه کړي او په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راټيټه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته په راتګ سره دلته له ولسمشر غني او یو شمیر سیاسي مشرانو سره د مشارکتي حکومت په رامنځته کېدو غږیدلی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله تایید کړې ده چې امریکا د افغان سولې د یوې نوې طرحې وړاندیز کړی دی.

عبدالله وایي چې نوموړي د همدې طرحې په اړه په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیال مک کري سره خبرې اترې کړې دي.

د یادې شورا د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، د امریکا له لوري پر وړاندې شوې طرحې او د سولې برخه کې پر نورو اقداماتو بحثونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې دغه راز د سولې بهیر پر چټکتیا او اغېزمنتیا او دغه راز په هېواد کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار شوی دی.

ملي مصالحې عالي شورا د امریکا له لوري د وړاندې شوې طرحې په تړاو ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي