تاناتوفوبیا/ له مرګه وېره؛ نښې او پر ژوند یې اغیزې

تاناتوفوبیا یو ډول اروايي ستونزه ده چې ځينې خلک ترې ځورېږي. کله کله انسان ته دا حس پیدا شي چې که زه مړ/ه شم، دا پلانی او پلانی کار، مور/پلار، اولادونه او … به څنګه کېږي. آن کېدی شي ځینې کسان د خپلې ځوانۍ د خاورې کېدو چورت یوسي او پر تاناتوفوبیا یا له مرګه وېره باندې اخته شي.

دا ناروغي څه ډول نښې لري؟

د تاناتوفوبیا یا له مرګه وېرې نښې او علایم د ساده اضطراب له نښانو سره تقریباً یو ډول وي. پر دې مانا چې په تاناتوفوبیا کې هم د مرګ په یادولو سره یا د مړینې په اړه له اندېښنو سره سم د زړه ضربان/ټکان، د وجود تودوالی/سوروالی، د سینې پر قفس باندې ډېر فشار راتلل، په سختۍ ساه ایستل/اخیستل، ګیچېدل، د سترګو تار تار کېدل، وسوسه پیدا کېدل او بېځایه فکرونه ناروغ ته پیدا کېږي. آن کېدی شي ځينې وخت خپل کنټرول وبایلي.

دا ډول ناروغان په ځلونو یوازې د مرګ په اړه فکر او اندېښنه کوي؛ مثلاً: که له دغه سړکه تېږېږم، یو دم غټ موټر راشي او ما ووهي، که اوس مې څنګ کې چاودنه وشي او باد باد شم، که له بامه ولوېږم….

یا کېدی شي ووايي چې که زه مړ/ه شم، ایله به مې خلک پر قدر پوه شي. دا ډول فکرونه عموماً هغو کسانو ته پیدا کېږي چې پر تاناتوفوبیا اخته دي.

دا ناروغي پر ژوند څه ډول اغېز پرېباسي؟

د ټولو اضطرابي ناروغیو غوندې، تاناتوفوبیا هم د ژوند رنګ خرابوي. ورځڼۍ چارې یې ګډې وډې او ټکنۍ کوي؛ ځکه چې دوی له ژونده د مرګ په اړه ډېره اندېښنه کوي. هر کله چې کومه هیله بښونکې خبره/ کار کېږي، سمدستي د مرګ وېره دوی خوند اخیستو ته نه پرېږدي.

لاملونه یې څه دي؟

له مرګه وېره په هر انسان کې طبیعي بلل کېږي؛ خو دا چې په ځینو کې په افراطي ډول موجوده  وي، علت یې څه دی؟

د دې پوښتنې د ځواب په هکله د ځينو ارواپوهانو نظرونه شته چې دلته یې را اخلو:

زیګمنډ فرووېډ :

دی وايي چې هله انسان له مرګه سخت وېږي چې په ژوند کې ستره او ژوره ستونزه ولري.

اریکسون:

اریکسون پر دې اند دی چې انسانان په یو ډول ناورین کې رالويېږي، ځان ښکاره کوي او بالغېږي. دی وايي چې کله انسان زوړ شي، داسې یو حالت ته رسي چې ( د نفساني اختتام) په نامه یادېږي. یانې نفس یې تول سره یو کېږي، خپل ژوند مني، هر هغه څه یې چې تر لاسه کړي ترې خوښ او راضي وي.

خو که څوک دا ډول پړاو او حس تجربه نه کړي، دا کس فکر کوي چې ژوند یې بېځایه تېر شوی، لاسته راوړنې نه لري او همدا لامل وي چې له مرګه وېرېږي.

هغه پېښې چې اغېز پرې ښندي:

کېدی شي په ( ناخودآګاه ) ضمیر کې ځينې داسې پېښې خوندي شوي وي چې انسان ځوروي او له مرګه یې وېروي؛ لکه: د کورنۍ د یوه غړي د مرګ وېره یا د همداسې یو څه تجربه کول.

پایلې یې:

پایلې یې د دې ناروغۍ له شدت سره تړلې وي. هر څومره چې دا وېره په انسان کې زوروره شي، هومره یې د ژوند رنګ پیکه کوي. دا کسان اړ کېږي چې د مرګ په اړه فکر او سوچ وکړي.

درملنه :

د تاناتوفوبیا درملنه هم د نورو اضطرابي ناروغیو په څېر کېږي؛ ځکه تشخیص او پرې پوهېدل یې په یوه انسان کې سخت او وخت لګوونکي دي. کله چې خبره کشف شي بیا د اضطرابي ناروغیو د درملنې لارې چارې پلې کېږي.

پر دې مانا چې د ناروغ کړنې تر څار لاندې نیول کېږي. ژوند بڼه یې باید  بدله شي. کله کله هم د اړتیا پر وخت درمل ورکول کېږي.

 

وروستي مطالب