ولسمشر غني وایي د سولې بې تدبیره هوکړه نه یوازې دا چې دلته ثبات نه شي راوستلی بلکې د یوې بلې جګړې او ماتې سبب کېدلی شي.
نوموړي نن د ملي شورا د درېیم تقنیني کال د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې سوله یې یوازې هیله نه بلکې هدف دی او ددې مهم هدف لپاره افغان حکومت خپل پلان لري.
د نوموړي په خبره افغانستان ته د پردیو هېوادونو په کاغذونو او طرحو سوله نه راځي بلکې د ملت غوښتنو او هیلو ته ورستنېدل د سولې د راتګ سبب ګرځي.
نوموړي همدا راز پر ټولو سیاسیونو او طالبانو غږ وکړ چې تر شخصي غوښتنو او ګټو او یا د خپلو ډلو او ګوندونو تر ګټو دې د ولس او ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د دوی خبرې دې واوري.
د هغه په وینا، د ولس د شل کلن زیار او همدا راز د دوی په زیارونو د رامنځ ته شوو شل کلونو ارزښتونو د ساتنې مسوول دی او یوازې له قانوني لارو به واک خپل ځای ناستي ته پرېږدي.
د هغه په وینا د اساسي قانون پر بنسټ افغانستان یو ولسواک نظام لري چې د خلکو په رایه انتخاب شوی دی او راتلونکی حکومت او مشر به هم د پردیو د طرحې پر اساس نه، بلکې د خلکو په خوښه او رایه انتخابېږي.
ولسمشر دغه راز په خپلو خبرو کې د ګاونډیو په تېره د پاکستان په اړه خبرې وکړې او پر دغه هېواد يې غږ وکړ چې د تېرو لسیزو سیاست پرېږدي او د افغانستان خپلواکۍ او اوسني مهم ځای ځایګي ته درناوی وکړي.
غني همدا راز ویلي که پاکستان له افغانستان سره رښتینی وي، نو په سیمه کې به ستر اقتصادي او سوداګریز بدلونونه رامنځ ته شي او د سیمې هېوادونه به له پرمختګ او ثبات برخمن شي.
ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د اروپايي ټولنې د پارلمان له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي بریدونو اوسنی بهیر هم د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی او یو ځل بیا په دغه اعلامیه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه شوې ده.
اروپايي ټولنې ویلي په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالین، خبریالان او سیاسي څېرې په نښه کېږي چې دا هر څه د اندېښنې وړ دي او ددې جدي اړتیا ده چې ښکېل لوري ژر تر ژره اوربند وکړي.
اروپايي ټولنې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په څېر د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې باید وساتل شي او په دې لار کې دې شته ګواښونه له منځه یوړل شي.