د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ٢٠٢١م کال لپاره د زړورو ښځو نړيوالې جايزې اعلان کړې. څوارلس مېرمنې چې له بلاروس، ميانمار، کامرون، چين، ايران، نيپال، سوماليا، اسپانيا، سريلانکا، ترکيه او وحزويلا څخه دي، دغه جايزې به تر لاسه کړي.

د دې ترڅنګ به، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري اووه افغانو زړورو مېرمنو ته دا جایزه ډالۍ شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دا مېرمنې په ٢٠٢٠م کال کې خلکو ته د کار او خدمت په جريان کې ژوند له لاسه ورکړىدی.

د دغه وزارت په اعلاميه کې راغلې، چې افتخاري جايزه به فاطمه خليل د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون کار کوونکې، شرميلا فروغ د ملي امنيت د جندر/ جنسيت د برخې پخوانۍ مديره، مريم نورزاد چې وړاندې يې په باميان او ميدان ورډګو ولايت کې دنده تر سره کړې او د دشتي برچي په سل بستريز روغتون کې موظفه وه، فاطمه رجبي د پوليسو پخوانۍ افسره او د زندانونو په چارو کې د تنظيم د ادارې ساتونکې، ملاله ميوند په ننګرهار کې د انعکاس راډيو ټلويزيون ويانده او په کاپيسا کې د ښځو د حقونو فعالې فرشته کوهستانۍ ته، ډالۍ کېږي.

تېر کال دا جايزه د نړۍ په سطحه ١٢ ښځينه‌وو ته ورکړل شوې وه. ظريفه غفاري د ميدان وردګو ښارواله يوه له دغو مېرمنو وه.

د زړورو مېرمنو جايزه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ٢٠٠٧م راهيسې هر کال هغو مېرمنو ته ورکول کېږي، چې په خپلو هېوادونو کې د سولې، بشر حقونو، جنسيتي برابرۍ او د ښځو فعالې ونډې لپاره هڅې کوي.

د دغې جايزې د ورکړې مراسم هر کار په حضوري ډول ترسره کېږي، خو سږکال به د کورونا وبا له امله، اتم د مارچ د ښځو په نړيواله ورځ، په مجازي ډول ورکړل شي.