د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر حکومت په تېره په ولسمشر اشرف غني او شاوخوا کسانو یې تور پورې کړ چې دوی د سولې د راتګ مخالف کوي.
نوموړي نن په پلازمېنه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې ولسمشرۍ ماڼۍ ورسره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی به د خپلو غوښتنو لپاره په لاریونونو لاس پورې کوي.
هغه حکومت ته لس ورځې مهلت ورکړ څو له حزب اسلامي سره کړې ژمنې عملي او پاتې بندیان یې خوشې کړي.
حکمتیار وايي که یې غوښتنې ونه منل شي دغه اعتراضونه به د کابل په شمول نورو ولایتونو ته هم وغځوي او اوسنی حکومت به استعفا کولو ته مجبور کړي.
نوموړي وویل، ارګ د سولې په لار کې خنډونه جوړوي، د سولې اراده نه لري او د سولې غوښتونکی هم نه دی.
حکمتیار دغه راز افغان حکومت فاسد وباله او په خبره یې چې په اوسني حکومت کې فساد اوج ته رسېدلی دی، چې اوس یې مهارول ناشونی کار دی.
هغه په دوحه کې د سولې روان بهیر ناکام وباله او زیاته یې کړه چې د سولې خبرې باید په کوم بل هېواد کې پیل شي.
څو ورځې وړاندې حکمتيار ګواښ کړی و چې د حکومت له خوا د دوی د غوښتنو د نه منلو په غبرګون کې پر کابل ټولې لارې تړي.
نوموړي زیاته کړې وه، نه پر ارګ ورخېژي، نه يې محاصره کوي، خو کابل ته له څلورو خواوو راغلې ټولې لارې تړي.
د هغه په خبره، د لارو تر تړلو مخکې به خلکو ته خبر ورکوي چې کابل ته دې نه راځي او بيا چې يې لارې وتړلې، تر هغه وخته يې نه خلاصوي چې غوښتنې يې منل شوې نه وي.
د حزب اسلامي مشر په داسې مهال په بل هېواد کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل خبره کوي چې روسیې څو ورځې وړاندې د افغان سولې خبرو ته تیاری ښودلی او ویلي یې دي چې دا ځل د افغان سولې خبرو کوربه توب ته چمتو دي.