اپریل 23, 2021

د بریتانیا شاهي کورنۍ د شهزاده هیري تورونه رد کړل

برطانوي شهزاده هيري وروسته له هغې تر نيوکو لاندې راغلی، چې پر خپل پلار شهزاده چارلس يې د مالي مرستې لګول شوي تورونه رد کړل.

د لویدیځو رسنیو راپورونو په حواله، د شهزاده چارلس نږدې ملګري د وروستي کوربه “اوپرا وینفري” سره د تفصيلي مرکې په ترڅ کې د شهزاده هیري لخوا لګول شوي تورونو په اړه غبرګون وښود، چې ګوندي د هغه پلار ، شهزاده چارلس یې مالي ملاتړ نه کاوه.

شهزاده هیري د “اوپیرا “سره په مرکه کې ادعا کړې وه، چې “شهزاده چارلس یې د تلیفون زنګونه بند کړي یا نه ځوابوي او په مالي لحاظ یې له کورنۍ څخه بېل کړی دی.”

شهزاده هیري د شهزاده چارلس نږدې ملګري لخوا منافق بلل شوی دی.

له بلې خوا، د رسنیو د راپورونو په حواله، د شاهي کورنۍ اړوند سرچینو د شهزاده هیري تورونه رد کړي دي.

د شاهي کورنۍ وايي، چې شهزاده چارلس خپل زوی هیري سره تر هغه وخته پورې مالي مرسته کوله، تر څو چې شهزاده هیري متحده ایالاتو ته لاړ.

د شاهي کورنۍ د اړوند سرچینو په وینا، شهزاده چارلس، له هیري د هغه میرمن “میګان مارکل” او زوی “آرچي” سره هم مالي مرستي کړي.

د راپورونو له مخې، شاهي کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي، چې د شهزاده چارلس لخوا د هیري سره د مالي ملاتړ د بانک اسټیټمنټس (رسیدونه) هم موجود دي.

په همدې هکله د شهزاده چارلس نږدې ملګری وايي، د تیر کال راهیسې له کله چې شهزاده هیري او مېرمن یې “میګن مارکل ” له شاهي کورنۍ نه جلا ژوند کول غوره کړی، له هماغه وخته نوموړې جوړه خپلواکي غواړي او د هیري د مالي ملاتړ نه کولو ادعا کول یو ښکاره منافقت دی.

د یادونې وړ ده، چې هیري له “اوپرا وینفري” سره په یوه مرکه کې ویلي ؤ، چې د هغې پلار، شهزاده “چارلس” له هغه سره خبرې بندې کړي دي او د هغه تلیفونې زنګونو ته ځواب نه وایي.

کله چې “اوپیرا” له ‘هیري’ څخه وپوښتل چې ولې شهزاده چارلس د هغه تلیفونې زنګونو ته ځواب نه ورکوي؟ نو په ځواب کې شهزاده وویل، چې هغه غواړي خپلې او د کورنۍ ټولې چارې په خپل لاس یا واک کې واخلي.

وروستي مطالب