د رسول اکرم صلی علیه وسلم څو خویونه

ـ هر څوک چې یې لیده سلام به یې ورته اچوه او چا له ده مخکې سلام ندی ور اچولی.

ـ د خلکو سره یې داسې ژوند کاوه، چې هر چا به فکر کوئ چې د هغه حضرت نیږدې کس دی.

ـ هیچاته به یې تر سترګو تر بېخو نه کتل او مخامخ به یې ورته کتل، هیڅکله یې چاته برګ برګ نه کتل.

ـ کله چې به یې اشاره کوله یوازې په لاس یې اشاره کوله، نه په وریځو او سترګو.

ـ اوږدمهال سکوت یې درلود، له اړتیا پرته یې خبره نه کوله.

ـ د کوم چا سره چې کېناسته، تر هغو به د ولاړېدو اراده نه کوله ترکومې چې هغه مقابل کس نه وای ولاړ شوی.

ـ د خلکو په حضور کې یې هیڅکله تکیه نه کوله.

ـ هیڅکله د چا خبرې یې نه پرې کولې، پرته د باطل خبرې د پرې کولو.

ـ د خپلوانو سره یې نیکي کوله، پرته له دې چې برتري ورکړي.

ـ هغه څه به چې د خلکو د دین او دنیا د اصلاح سبب کېدل دوی ته به یې وفرمایل: کوم څه چې حاضران یې له ما اوري غایبانو ته یې هم ورورسوئ.

ـ هیڅوک یې سپک نه ګاڼه.

ـ د خپلو اصحابانو خبر یې اخیسته او د دوی د حالاتو پوښتنه یې کوله، اصحابانو ته به یې په ښه نوم غږ کاوه.

ـ وعدې او تړون ته وفادارترین انسان وو.

ـ کله چې یې فقیر او غریب ته کوم څه ورکول خپل په لاسونو یې ورکول، بل چاته نه حواله کول ترڅو هیڅوک خبر نشي.

ـ که به پر لمانځه وو او ماشوم به ژړل، یا هم هغه وخت کې کوم څوک ورته راتلل نو لمونځ به یې لنډ وایه.

ـ دده اکثره خندا د تبسم وه، غږ یې ندرلود.

ـ د محمد ص پر وړاندې ترټولو منفور ترین خوی درواغ ویل وو.

ـ دده حضرت اکثره جامې سپینې وې.

ـ لمونځ لکه دده د سترکو نور وو، آرامي او استراحت یې په لمانځه کې موندل.

ـ د الله لږ نعمت یې ډېر باله.